لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د قنديل بلوچ د وژنې په مقدمه کې يې ورور ته د عمر بند سزا اورول شوې، مفتي قوي بري


د پاکستانۍ ماډلې قنديل بلوچ د وژنې د مقدمې فېصله اورول شوې، د هغې ورور ته د عمر بند سزا ورکړی شوې او په مقدمه کې مفتي قوي بري کړی شوی دی.

په مقدمه کې عدالت د قنديل بلوچ يو بل ورور مفرور ګرځولی او د مفتي قوي سره یې پکې پينځه تورن کسان بري کړي دي.

د ملتان عدالت د زيارت په ورځ د مقدمې فېصله محفوظ کړې او نن د جمعې په ورځ يې واوروله، په مقدمه کې د بلوچ ورور وسيم ته د عمر بند سزا اورول شوې ده.

قنديل بلوچ د کال ۲۰۱۶ د جولايۍ په مياشت کې د پنجاب صوبې په ملتان علاقه کې وژل شوې وه.

وروسته بيا د هغې د پلار په مدعيت کې د وژنې مقدمه درج شوې د هغې وروڼه او مفتي قوي بيا د مقدمې په پلټنو کې شامل کړی شوي وو.

په وروستيو کې د بلوچ مور و پلار په مقدمه کې د خپلو زامنو بخښلو دپاره عدالت ته خواست کړی خو عدالت يې خواست نه ؤ منلی.

د ټولنيزو رسنيو نه مشهوره شوې قنديل بلوچ خپل نوم فوزيه عظيم او تعلق يې د پنجاب صوبې د ډېره غازي خان سيمې سره وو.

د هغې وژنې ته په ټولنيزو رسنيو سخت غبرګون ويل شوی ؤ.

XS
SM
MD
LG