لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قومي اسمبلۍ د مرستيال سپيکر قاسم سوري په چوکۍ به بيا انتخابات کيږي


د پاکستان د انتخاباتو ټربيونل د قومي اسمبلۍ د مرستيال سپيکر قاسم خان سوري ګټلي انتخابات کالعدم ګرځولي او د هغه په چوکۍ يې د بيا انتخاباتو کولو ويلي دي.

د بلوچستان هايکورټ الېکشن ټربیونل د جمعې په ورځ د قاسم سوري د انتخاباتو کالعدم ګرځولو فېصله اورلې ده.

نوموړی په عامو انتخاباتو کې د قامي اسمبلۍ دپاره په اېن ای ۲۶۵ کوټه ۲ چوکۍ باندې کامياب ګرځول شوی ؤ.

ټربيونل د هغه په چوکۍ د بيا انتخاباتو کولو نېټه نه ده اعلان کړې خو د فېصلې ترمخه سوري کولی شي چې بيا په انتخاباتو کې برخه واخلي.

د سوري پرضد د هغه سيال کانديد نواب زاده لشکر رئيساني په انتخاباتو کې د درغليو خواست کړی ؤ.

ټربيونل د نادرا ادارې ته په ياده حلقه د اچول شوؤ ووټونو د پخلی کولو ويلي او راپورونه وايي په حلقه د ۵۲ زره ووټونو پخلی نه دی شوی.

ويل شوي په حلقه ټول ۱۱۴زره ووټونه اچول شوي چې پکې ۶۵زره رد شوي وو. او په نتيجه کې د ۲۵ زره ۹۷۹ ووټونو اخيستو سره سوري په ۲۴۲۲ ووټونو ګټلی کامياب ګرځول شوی ؤ.

د بلوچستان نيشنل پارټۍ مشر اختر د الېکشن ټربيونل د فېصلې مخې ته راتلو وروسته ويلي دا د دوي او جمهوري قوتونو ګټه ده.

نوموړي حکومتي واکمنه ګوند پاکستان تحریک انصاف ته په اشارې کولو سره ویلي هيله کوي چې په ۲۰۱۳م کې په انتخاباتو کې د درغلۍ پرضد احتجاج کوونکی ګوند به دا فېصله هم ومني.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG