لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

تلونکی امریکایي جنرل ډانفرډ نه غواړي افغانستان د ترهګرو پناه ځای شي


واشنګټن ــــ د امریکې د ګډو ځواکونو تلونکی مشر جنرل جوزف ډنفرډ به په شام کې د داعش ډلې د ځپلو، په افغانستان کې د روان جنګ او د روس او چین تر منځ د زیاتېدونکي تاوتریخوالي په مهال د امریکایي پوځ د غښتلي کولو په برخه کې یاد ساتل کېږي. ډانفرډ راتلونکې اوونۍ خپله دنده پای ته رسوي.

جنرل جوزف ډانفرډ د امریکې د دوو داسې ولسمشرانو په مهال د خپلو ځواکونو مشري وکړي، چې یو له بله بېخي بېل ګڼل کېږي. هغه ته د خپلو ګډو ځواکونو د مشرۍ پر وخت د دواړو سیاسي لارویانو او هم د پوځي چارو د پوهانو له خوا په درنه سترګه وکتل شول.

د امریکې په بروکنګز څېړنیز مرکز کې د دفاعي او بهرنۍ پالیسۍ د چارو څېړونکی مایکل اوهېنلن د جنرل ډانفرډ په اړه وایي:

"زه فکر کوم جنرل ډانفرډ یو له هغو تکړه پوځي مشرانو څخه دی چې موږ لرلي دي او د نړۍ حالاتو ته په کتو سره د دې اندازه کول تل اسانه نه دي".

جنرل ډانفرډ په داسې وخت کې خپله دنده پای ته رسوي چې له ایران سره د امریکې تاوتریخوالی مخ پر زیاتېدو او په افغانستان کې جګړه لا توده ده.

جنرل جوزف ډانفرډ د امریکې د ګډو ځواکونو نولسم مشر دی او د دې تر څنګ د امریکې د ولسمشر، د دفاع وزارت او د ملي امنیت د شورا لوړپوړی پوځي سلاکار هم دی. ښاغلی ډانفرډ د افغانستان په اړه وایي:

"کله چې زه د افغانستان په اړه فکر کوم دوې خبرې مې ذهن ته راځي. لومړی دا چې موږ نه غواړو افغانستان د [وسلوالو] په پناه ځای بدل شي او د امریکې په ګډون زموږ متحدینو ته ترې خطر پېښ شي، دویم دا چې موږ په أفغانستان کې د افغانانو لپاره امن او سوکالي غواړو".

د امریکې همدغه اهداف دي چې د تر لاسه کولو په خاطر یې په افغانستان کې جګړه اوږده شوه او له طالبانو سره شاوخوا یو کال اوږده مذاکرات له کومې نتیجې پرته وځنډېدل.

که څه هم ولسمشر ټرمپ غوښتل چې له افغانستانه څه شمېر پوځونه وباسي، خو له طالبانو سره د مذاکراتو په ټوله موده کې جنرل ډانفرډ دا باوري کول غوښتل چې پوځ یې اوس هم ترهګر په بشپړه توګه ځپلای شي.

د جنرل ډانفرډ ویاند د هوایي ځواک کرنل پېټرک رایډر وایي، جنرل ډانفرډ په منځني ختیځ کې هم د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د امریکایي ځواکونو مشري وکړه، چې په عراق او شام کې یې داعش ډله وځپله:

"کله چې ته څلور کاله شاته لاړ شې او هغه توپیر وګورې چې داعش ډله هلته واکمنه وه او بیا اوس وګورې چې څه یې تر لاسه کړي او داعش ډله اوس چېرې ده، ښکاره خبره ده چې پرمختګ شوی دی".

د دفاعي چارو څېړونکی مایکل اوهېنلن وایي، دا د جنرل ډانفرډ پوهه او د ډاډ وړ رهبري وه، چې امریکا یې له شمالي کوریا سره له شخړې را و ایسته:

"موږ له 2017م کاله را تېر شو چې له شمالي کوریا سره مو تاوتریخوالی وروستي حد ته ورسېد، په هغه وخت کې داسې یوې پالیسۍ ته اړتیا وه چې موږ له جګړې را وګرځوي او زه فکر کوم چې په دې کې د ډانفرډ ډېر کردار وو".

په داسې حال کې چې امریکا لا په جګړو او شخړو کې ښکېله ده، اکثر په دې باور دي چې امریکایي ځواکونه د جنرل ډانفرډ تر مشرۍ لاندې زیاته غښتلې ده، چې تر سترو ځواکونو روس او چین یې خپل پوځ د نوښت او پرمختګ لارې ته برابر کړ.

XS
SM
MD
LG