لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لينس کلوسنير دافغانستان دکرکټ نوي کوچ نومول شوى


دافغانستان کرکټ بورډ ويلي دي چې دجنوبي افريقي پخوانى ال راؤنډر لينس کلوسينر به دافغانستان دنوي کوچ په توګه دفيل سيمنز ځايې ونيسي.
دافغانستان دکرکټ بورډ وينا ده چې هغوي ته دپنځوسو څخه زيات خواستونه ترلاسه شوي وؤ چې پکې هغوي کلو سينر ټاکلى، هغه له دې وړاندې دهندي پريمير ليګ دممبۍ انډينز سره دبولنګ دکوچ په توګه خدمات ترسره او ددې ترڅنګ دجنوبي افريقې دټي ټوينټي ډلې سره دبيټنګ کوچ هم پاتې شويدى.
په يو بيان کې کلوسينر ويلي دي چې" زه ډير ډير خوشحاله شوى يم او ددې موقعې په راکړى کيدو درناوى راکړى شويدى" هغه ويلي دافغانستان دکرکټ دډلې سره دکار کولو سره دکار کولو او تر راتلونکې کچې دهغوي دکرکټ په رسولو کې دمرستې کولو لپاره په خوشحالۍ سره انتظار کوي.
دکلو سينر په مشرۍ به افغانستان دلمړو دريوو ټي ټوينټي ميچونو سيريز دويسټ انډيز په ضد په هند کې په نومبر کې لوبوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG