لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستانۍ ورځپاڼې د عمران خان په کارټون جوړولو کارټون جوړؤنکی له دندې لرې کړی


Imran Khan
Imran Khan

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې (دې نېشن) د وزيراعظم عمران خان په کارټون جوړولو کارټون جوړؤنکی له دندې لرې کړی دی.

۵۴ کلن خالد حسېن چې مسلکي، پېژندلی کارټون جوړؤنکی دی، ار اېف ايي ار اېل ته يې ويلي ورځپاڼې ورته د عمران خان د کارټون جوړولو وروسته د کار نه کولو ویلي دي چې نور کار نه کوي.

حسېن ويلي د نېشن ورځپاڼې انتظاميې ورته ویلي چې په ۲۵م ستمبر چې هغه د وزیراعظم عمران خان کوم کارټون جوړ کړی په هغې لوړ پوړي حکومتي چارواکي په قهر شوي ځکه د هغې وروسته نور د ده جوړ کارټونان په ورځپاڼه کې نه شي خپرولی.

حسېن ويلي "زه نه يم خبر چې تر څو پورې به دوي زما کارټون نه خپروي او يا به يې بيا خپور هم کړي که نه".

د ورځپاڼې دې نېشن انتظامیې په سمدستي ډول په دغه اړوند څه نه دي ویلي.

خو ورځپاڼې په ۲۶م ستمبر په ياد کارټون خپرولو بخښه غوښتې وه او پښېمانتيا يې څرګنده کړې ده.

د ورځپاڼې دې نېشن دې عمل ته په سوشل ميډیا سخت غبرګون ويل شوی دی.

په پاکستان کې په مطبوعاتو سنسرشپ او د خبري ادارو نه د ژورنالسټانو او کار کوونکو د دندو نه ويستلو لړۍ دوام لري.

په پاکستان کې او په نړیوال کچ د بشري حقونو دپاره کار کوونکي د عمران خان په انتظاميه ټکونه کوي چې مطبوعات د فشار لاندې ساتي.

خالد حسېن دغه کارټون په داسې وخت کې خپور کړی چې د پاکستان او هند د کشمير په سر تاؤ تريخوالی روان دی او د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ دوه ځله ددواړ د کشمير د شخړې د هواري په لړ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مينځګړيتوب ویلي خو هند ترې انکار کړی دی.

او په عېن حال کې په ۲۷ ستمبر عمران خان د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وېنا کړې چې پکې هغه د کشمير په سر غږېدلی دی.

خالد حسېن ويلي د هغه په جوړ کارټون کې هغه نېغ په نېغه په شخصي ډول عمران خان نه دی په نخښه کړی بلکې د پاکستان د وزيراعظم په استازیتوب يې د هغه کارټون جوړ کړی دی.

د رپوټ ترمخه د تحریک انصاف د حکومت د بشري حقونو وزيرې شيري مزاري د خالد حسېن کارټون ته سپکاوی ویلي خو وروسته يې خپل دغه ټویټ لرې کړی دی.

حسېن ويلي د هغه په خپله عمران خان خوښ ؤ چې کله هغه په حکومت کې راغلو د کرپشن ختمولو خبره يې کوله او دوي هيله لرله چې د مطبوعاتو دپاره به يې زغم ډېر وي خو اوس هر څه بدل ښکاري او هغه يې ناامېده کړی دی.

نوموړی کارټونسټ د مياشتې نزدې ۶۰۰ ډالره تنخواه اخلي ښځه او درې بچي ساتي او وايي د روزګار يواځينۍ لار يې کارټونان جوړول دي.

په پاکستان کې د تېر کال راهسې مطبوعات د سخت سنسرشپ ښکار او په زرګونو کار کوونکي مطبوعاتي ادارو له دندو نه لرې کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG