لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

باجوړ: چاؤدنه کې ځايي مشر وژل شوی


د افغانستان سره په پوله پرته قبايلي ضلع باجوړ کې يوه بمي چاؤدنه کې ځايي مشر وژل شوی دی.

د باجوړ ضلعې د چارواکو په وېنا دغه پېښه نن د خالي، شنبې په ورځ د باجوړ د ماموندو تحصيل په لغړۍ علاقه کې مخې ته راغلې ده.

چارواکو ويلي ملک نادر خان چې ځايي مشر دی د کور مخې ته په لار کې ورته بم اېښودل شوی او چاؤدنه پرې شوې ده.

د چارواکو په وېنا د پېښې وروسته ليويز ځواک علاقه په ګېره کې اخيستې او پلټنې يې پېل کړي دي.

تحریک طالبان پاکستان د چاؤدنې زمه واري منلې او ویلي يې دي تش په نوم د امن کمېټۍ غړی نادرخان يې د خپل يو ملګري په بدل کې وژلی دی.

په باجوړ او نورو قبايلي ضلعو کې وخت په وخت دغه ډول پېښې بمي چاؤدنې او هدفي وژنې کيږي.

په دغو پېښو کې زیاتره ځايي د امن کمېټيو يا لښکرو مشرانو او يا بيا امنيتي سرتيري په نخښه کيږي.

اته ورځې وړاندې د باجوړ سره په پوله مومندو قبايلي ضلع کې يوه چاؤدنه کې پوځي افسر او سپاهي وژل شوي وو.

حزب الاحرار ډلې د دغه چاؤدنې زمه واري منلې وه.

XS
SM
MD
LG