لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ایلس ویلز:دترهګرۍ په ضد دعمران خان دژمنو په پوره کیدلو دپاکستان اؤ هند مذاکراتو ته لاره هواریدی شي


دامریکا دبهرنیو چارو په وزارت کې د جنوبي اسیا د برخې سرپرسته ایلس ویلز وايي که چرې د پولې دپورې غاړې څخه دترهګرۍ ختمولو په اړوند د وزیراعظم عمران خان په ژمنه عمل وشي نو دا هند اؤ پاکستان ترمنځ مذاکراتو ته کوټلی بنیاد برابرولی شي.

نیویارک خبریالانو ته ایلس ویلز ویلي دامریکې صدر ډانلډ ټرمپ دهند اؤ‌ پاکستان ترمنځ دثالثۍ وړاندیز د جنوبي ایشیا د دوؤ اټومي هیوادونو په مابین کې دتاؤ تریخوالي کمولو په اساس کړی دی.

هغې وویل “دامریکا صدر په ډاګیز ډول ویلي چې هغه په تاؤ تریخوالي کې کمی لیدل غواړي اؤ ددې غرض دپاره چې هغه نه هر ګټور رول ادا کیدی شي،ادا کوي به یې، که چرې هغه نه وغوښتل شي نو دثالث رول به هم ادا کړي”

هغې وویل مونږ دهند دحکومت له لوري دهند د واک لاندې کشمیر کې ځائ مشرانو سره دسیاسي تماسونو دبحالولو اؤ زر تر زره د انتخاباتو د ژمنې سرته رسولو هیله لرو.

دیوې پوښتنې ځواب کې دامریکا دبهرنیو چارو په وزارت کې د جنوبي اسیا د برخې سرپرستې وویل صدر ټرمپ افغانستان کې دامن دټینګښت په بابله دپاکستان دکردار ستائنه کړې ده اؤ امریکا د فنانشل ایکشن ټاسک فورس په شرطونو پوره کولو کې هم دپاکستان مرسته کول غواړي ترڅو تور لسټ ته دپاکستان دنوم د لوئېدو مخه ونیول شي .

هغې وویل که چرې دپاکستان نوم تور نوملړ ته ورګډ شي نو دې سره ددغه هیواد معیشت بې ثباته کیدای شي.

ایلس ویلز مونږ هیله لرو چې اکتوبر کې د ایف ای ټي ایف په غونډه کې به پاکستان دناقانونه پېسو د لیږد دمخنیوي اؤ دترهګرو دمالي سرچینو وچولو په بابله د خپلو ژمنو سرته رسولو کې بریالیتوب ترلاسه کړی وي.

په دې وروستیو کې چې هند دخپل واک لاندې دکشمیر نیم خپلواکه حیثیت ختم کړی دپاکستان اؤ هند اړېکې زیاتې تاؤژنې شوي اؤ‌ پاکستاني چارواکي پرله پسې هند سره دکشمیر په مسله داټومي جګړې د کېدلو اندېښنې ښایي.

تیره ورځ د ملګرو ملتونو دعمومي اسمبلۍ غونډې ته خپله وینا کې هم دپاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي وؤ چې که چرې د دوؤ اټومي هیوادونو ترمنځ نښته وشوه نو اغیزې به تر لرې لرې ولیدل شي.

خو هند د وزیراعظم عمران خان پارونکی بللی اؤ ویلي یې دي عمران خان د اټومي جګړې په ګواښ کولو دسیمې تباهۍ ته د رسولو دپالیسۍ اظهار کړی دی.

دهند دبهرنیو چارو د وزارت لوړ پوړي چارواکي ودیشا میترا تور لګولی چې وزیراعظم عمران خان پخپله وینا کې کرکې اؤ‌ تشدد ته هوا ورکړې ده .

XS
SM
MD
LG