لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هنګو:د وسله والو په ډزو کې شپږ کسان وژل شوي،شپږ ژوبل


دخیبر پښتونخوا په هنګو سیمه کې نامعلومو وسله واو دمسافرو په یو بس ناتاره ډزې کړي چې پکې د دوؤ مېرمنو په ګډون شپږ کسان وژل شوي اؤ شپږ تنه نور ژوبل شوي دي.

دغه پېښه دخالي په ورځ دهنګو په زرګري سیمه کې رامنځته شوې چې له ډزو وروسته برید کوونکي دپېښې له ځایه تښتېدلي دي.

دپاکستان د ډان ورځپاڼې ویلي دمسافرو بس دشمسه دین کلي نه تال ټاؤن سیمې ته روان ؤ چې کله زرګري سېمې ته ورسیدو نو وسله والو پرې ناتاره ډزې وکړې.

دهنګو دښار دپولیسو دتاڼې مشر امجد حسین وایي په دغو ډزو کې دوه میرمنې اؤ څلور سړي وژل شوي اؤ شپږ تنه نور شپږ تنه نور ژوبل شوي چې دعلاج دپاره نزدې روغتون ته رسول شوي دي.

دپولیسو دغه مشر وایي په کوم انداز چې دا کسان وژل شوي هغې نه معلومیږي چې کیدای شي د دوئ شخصي بدي وه خو هرکله چې دپېښې پلټنې سرته ورسیږي نو کیسه به روښانه شي.

په خیبر پښتونخوا صوبه کې زیاتره مهال د شخصي دښمنیو په اساس د مرګ ژوبلې پېښې رامنځته کیږي خو هنګو هغه سیمه ده چې په تیرو وختونو کې پکې زیاتره دغسې پېښې د مسلکي اختلافاتو په اساس رامنځته شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG