لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپولیو د درېوؤ نوؤ پېښو مخې ته راتلو سره سږکال پاکستان کې دپولیو دثبت شوؤ پېښو شمیره ۶۹ ته ورسیده


دپاکستان په خیبر پښتونخوا صوبه کې د پولیو دوه اؤ په سندهـ صوبه کې دپولیو یوه نوې پېښه ثبت شوې چې ددې سره سږکال په ټول هیواد کې د پولیو دثبت شوؤ پېښو شمیره ۶۹ته رسېدلې ده.

دپولیو پروګرام چارواکو ویلي دخیبر پښتونخوا د بنو په زلول سیمه کې په یوه دوه کلنه ماشومه اؤ په لګي مرړت کې دیو نیم کال په یو ماشوم کې دپولیو وائروس معلوم کړل شوي دي.

دپولیو د رنځ مخنیوي دپاره دپاکستان د وزیراعظم استازي بابر بن عطاء خبریالانو ته ویلي چې دخیبر پښتونخو بنو اؤ لکي مروت سیمې دیو بل سره پیوست دي ځکه نو کله چې په بنو کې دپولیو پېښې سیوا کیږي ورسره لکي مروت کې هم دپولیو د رنځورانو شمیر کې اضافه کیږي.

هغه وویل دخېبر پښتونخوا په زیاتره سیمو کې والدین خپلو اولادونو ته د پولیو څاڅکي هم نه ورکوي اؤ کله چې دپولیو دمخنیوي ټيمونه دغو سیمو ته ورځي نو ځېنې خلک خپلو ماشومانو ته پخپله په ګوته په دې غرض دسیاهي کرښه راکاږي چې ګنې دې ماشوم ته دپولیو دمخنیوي څاڅکې ورکړل شوي دی.

تیره اوونۍ هم د لکي مروت په سیمه کې د پولیو دوه پېښې ثبت شوې وې .

سږکال په پاکستان کې دپولیو تر ټولو زیاتې پېښې خیبر پښتونخوا صوبه کې مخې ته راغلي چې شمیره یې ۵۲ؤ ته رسېدلې ده.

په پاکستان کې کال ۲۰۱۷م کې دپولیو یوازې اته پېښې مخې ته راغلې وې خو تیرکال په دې کې اضافه وشوه اؤ دپولیو نور ۱۲ ناروغان وموندل شول.

خو دسږکال په پیل کې چې ګرد هیواد کې دپولیو دناروغۍ په ضد کمپائن پیل شو نو په پېښور اؤ دپښتونخوا یو شمیر سیمو کې دپولیو دڅاڅکو په ضد ځېنو اړخونو سخته پروپیګنډه وکړه اؤ دغسې د روان کال په نهو میاشتو کې په ګرد هیواد کې د پولیو۶۹ نوې پېښې مخې ته راغلې چې په دې کې یوازې د۵۲ؤ هاغو پولیو ځپلو ماشومانو تړاؤ دخیبر پښتونخوا سره دی چې دپولیو دڅاڅکو نه ورکول کیدلو له امله په دې مضره ناروغۍ اخته شوي دي.

د خېبر پښتونخوا د پولیو مخنیوي څانګې یو چارواکې وي او ای ډیوه ته تیره میاشت ویلي وؤ دپولیو په ضد په ورستي کمپاین کې د صوبې په ٢٩ ضلعو کې څلور اشاریه شپږ میلییونه ماشومانو ته د پولیو ضد وېکسین د ورکولو هدف ټاکل شوی و اؤ د صوبې ٦٧ فیصده سیمو ته د پولیو د ډلو رسایي شوې وه خو بیا هم٣٣۴٠٠٠ مېندو او پلرانوخپلو بچو ته د څاڅکو ورکولو نه انکار کړی دی.

د پولیو ناروغۍ دلاسه انسان د ټول عمر دپاره په بدني توګه د معذورۍ ښکار کیږي. پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه یوازېني هیوادونه دي چرته چې اوس هم دا مرض موجود دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG