لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان ټاکنې،۲۵۹۷مرکزونو کې له یو میلیون زیاتو خلکو رایې ورکړي دي.


دافغانستان دټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي چې دوی ته د رائیو ورکولو ۲۵۹۷ مرکزونو کې د رایې د کارونې شمیر رسیدلی او په دې مرکزونو کې یو میلیون یوپنځوس زره نهه سوه اته نوي رایې پاڼې کارول شوي دي.

دې کمیسیون پخپله ویب پاڼه د ولسمشرۍ په پرونیو ټاکنو کې دخلکو دګډون په اړه معلومات وړاندې کړي دي او ویلي یې دي چې په ۲۵۹۷ مرکزونو کې دخلکو دګډون وړاندې شوی ارقام اټکلي دی اوښايي چې بدلون پکې رامنځته شي.

یاده دې وي چې د ټاکنو کمیسیون دافغانستان ۳۴ ولایتونو ۴۹۰۵ مرکزونو ته درایې ورکولو مواد استولي و چې ټاکنې په کې ترسره شي.

دټاکنو خپلواک کمیسیون په وینا هغه ۲۳۰۸ د رایې ورکولو مرکزونه چې تراوسه یې دکاریدلو رایو شمیر نه دی معلوم په نږدې وخت کې به یې په اړه معلومات ترلاسه شي.

دافغانستان ولسمشرۍ انتخابات چې پرون دشنبې په ورځ ترسره شول داعامو ولسي وګړو په وینا دتیرو انتخاباتو په پرتله ترډیره رڼې وې خوتخنیکي ستونزې یې لرلې او ګن شمیر خلک له همدې امله له رایې ورکولوبې برخي شوي دي.

هیله کیږي چې د شوؤ ټاکنو وړومبۍ پائیلې به تر۱۷م اکتوبر مخې ته راشي اؤ غوڅې پائیلې به په اووم نومبر اعلانولی شي.

دافغانستان داساسي قانون له مخې ټاکنو کې چې کوم کاندید د ۵۱ فیصده رائیو ترلاسه کولو کې بریالی نه شي نو بیا به د وړومبي سر د دوؤ کاندیدانو ترمنځ ( چې زیاتې رایې یې ترلاسه کړي وي)سر دوباره مقابله کیږي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG