لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ټرمپ مواخذه: د شکایت کوونکي تن بیان اخیستل کېږي خو ټرمپ هغه جاسوس بللی


واشنګټن ــــ د امریکا د نمایندګانو جرګې د استخباراتو کمېټۍ مشر ویلي، دوی یوې داسې لوظنامې ته رسېدلي چې هغه شکایت کوونکي واوري د چا د شکایت وروسته چې د امریکايي صدر ډانلډ ټرمپ د مواخذې یا اېمپیچمنټ پلټنې پېل شوې.

د یادې کمېټۍ مشر او د ډیموکرېټ ګوند غړی اېډم شېف د امریکا ای بي سي یوې خپرونه کې ویلي "مونږ به د دفاع هغه ټول ګامونه پورته کوو چې مونږ یې پورته کولی شو او په یو داسې طریقه به د شکایت کوونکي بیان اخلو چې د هغه پېژندګلو به پټه ساتو".

نوموړي زیاته کړې چې د امریکا صدر کوم قسمه ګواښونه کوي تاسو د دغې نه د امنیتي اندېښنو اندازه لګولی شئ.

دغه شکایت کوونکي تور لګولی چې امریکايي صدر ډانلډ ټرمپ د جولايي میاشتې په ۲۵مه نېټه په ټیلیفون د یوکراین نوي صدر نه د پخواني نایب صدر جوبایډن او د هغه د زوی په اړه داسې معلومات غوښتي وو، چې د جوبایډن د 2020م کال صدارتي انتخابونه ورسره اغېزمن کېدلی شي. جوباېډن د 2020م کال په انتخاباتو کې د ډیموکرېټ ګوند په ممکنه صدارتي کاندیدانو کې یو دی.

صدر ډانلډ ټرمپ د یوکراین د صدر سره د خپلو خبرو اترو څه برخه خپره کړې او په ټویټر يې دعوه کړې چې په دغو خبرو کې هیڅ بد نه وو. صدر ټرمپ د ډیموکرېټانو له خوا د مواخذې یا اېمپیچمنټ دغه پلټنې د امریکا د تاریخ تر ټولو ستره ټګي بللې.

د صدر ټرمپ سلاکار سټیفن میلر د اتوار په ورځ فاکس نیوز ته ویلي چې د دغه شکایت کوونکي یا ویسل-بلور رویه یو جاسوس ته ورته ده او دا چې صدر ټرمپ پخپله د شکایت کوونکي په شان د جوبایډن د بډو رشوتونو څرګندولو کار کړی دی.

د امریکا د نایب صدر په حیث جوبایډن او نورو غربي مشرانو په یوکراین فشار راوړی وو چې د دغه هېواد ستر سرکاري وکیل ویکټر شوکن دې د خپلې څوکۍ نه لرې کړي ځکه چې هغه په دغه هیواد کې د بډو رشوتونو ختمولو لپاره پوره پوره ګامونه نه پورته کوي.

صدر ټرمپ دعوه کړې چې جوباېډن هڅه کوله خپل زوی بچ کړي خو دغه تورونه لا هم نه دي ښکاره شوي.

د شکایت کوونکي تن له خوا دا شکایت هم شوی چې سپینه ماڼۍ یا وایټ هاوس دا کوښښ هم کوي چې دغه معلومات پټ وساتي او خلکو ته په ډاګه کېدو نه يې ودروي. په دغو کوښښونو کې د کمپیوټري نظام نه د دغو ټیلیفوني خبرو ټرانسکرپټ یا لیکل شوې بڼه لرې کول هم شامل وو. دغه کار یواځې د نورو نړیوالو مشرانو سره د حساسو معلوماتو په سر له خبرو اترو وروسته کیږي چې دغه ټرانسکرپټ د کمپیوټر نه یو بل برقي نظام ته واړول شي.

خو د وایټ هاوس چارواکو په دې خبره ټینګار کړی چې دغه شکایت کوونکي سره پوره معلومات نشته او تش تورونه یې لګولي. په دغې کې وړاندې لیکل شوي چې په دې کې حساسې خبرې نه وې او نه پکې د ملي امنیت په اړه څه وو.

د زیارت په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو غونډې نه د راوتلو په مهال صدر ټرمپ امریکايي ډلې غړو ته ویلي وو چې هغه غواړي د دغه شکایت کوونکي نه ځان خبر کړي. نوموړي ویلي وو چې دا کار چا هم کړی هغه د پخوانيو وختونو د جاسوسانو په شان دی.

XS
SM
MD
LG