لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شام: که امریکایي او ترکي پوځونه و نه وځي په ضد یې د ګام اخیستلو حق لرو


واشنګټن ــــ شام خبرداری ورکړی چې امریکا او ترکي دې له دې هېواده ژر تر ژره خپل پوځونه وباسي.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې د شام د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم وویل، د شام د حکومت له اجازې پرته چې هلته هر بهرنی پوځ موجود دی دوی اشغالګر پوځ ګڼي.

هغه وایي دغه بهرني پوځونه که په بیړنۍ توګه له شامه ونه وځي، نو حکومت یې حق لري چې له نړیوالو قوانینو سره سم د دوی په ضد ګام پورته کړي.

د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ تېر کال د داعش د بشپړ ځپلو دعوه کړې وه او له شامه یې د خپل پوځ د ایستلو منظوري ورکړې وه، خو وروسته د داعش د پاته عناصرو د ځپلو په خاطر یې زر تنه امریکایي پوځیان په شام کې پرېښول.

امریکې د بارک أوباما د واکمنۍ په مهال په 2014م کال کې پر داعش د هوایي بمباریو په وسیله په جګړه کې ښکېله شوې وه.

شام پر داعش وسلوالو د امریکې د بمباریو غندنه کړې وه او ویلي یې وو، امریکا هیڅ حق او واک نه لري چې په نورو هېوادونو کې د پوځي عملیات وکړي، خو د امریکې دریځ دا دی چې د امریکې سلامتیا ته د خطر جوړېدونکې ډلې د ځپلو لپاره امریکا د نړۍ په هره برخه کې د عملیاتو حق لري.

دا مهال د زر تنو امریکایي پوځیانو تر څنګ د شام په شمالي برخه کې د ترکي پوځونه هم د وای پي جې د جنګیالیو په ضد جنګېږي. ترکي د وای پي جې ملېشه د خپلې سلامتیا لپاره خطر ګڼي.

ترکي چارواکي وایي د وای پي جې وسلوال په ترکي کې د ترهګرۍ په چارو کې لاس لري، ځکه نو د هغوی ځپل ضروري دي.

ترکي غواړي د شام په شمالي برخه کې له امریکې سره په ګډه یوه خوندي سیمه جوړه کړي او لس لکه شامي مهاجرین په همدې سیمه کې اباد کړي. په شام کې د جګړې تر پیلېدو وروسته شاوخوا 35 لکه شامي مهاجرین په ترکي کې اوسېږي.

د شام د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ویلي، امریکايي او ترکي پوځونه په غیرقانوني توګه په شام کې موجود دي. وایي هغوی په شام کې د کومې خوندي سیمې (سېف زون) د جوړولو حق نه لري او دا کار د ملګرو ملتونو د قوانینو خلاف دی.

په شام کې اوسنی بحران د 2011م کال په مارچ میاشت کې هغه وخت پیل شو، چې د دې هېواد په دمشق، حلب او نورو لویو ښارونو کې د حکومت د مخالفینو مظاهرې پیل شوې. مظاهره چیانو په شام کې جمهوري اصلاحات غوښتل، خو حکومت د هغوی په ضد ګامونه واخیستل، چې له دې سره جنګي ډلې هم فعالې شوې او په دې توګه کورنۍ جګړه پیل شوه.

د نړیوالو څارونکو په وینا په شام کې د کورنیو جګړو له امله تر اوسه په لکونو کسان وژل شوي او په لکونو نور نورو هېوادونو ته کډه شوي دي.

XS
SM
MD
LG