لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په کراچۍ کې لس کاله وروسته د کرکټ يو ورځنۍ نړیوالې سيالۍ کيږي


د پاکستان په غټ صنعتي ښار کراچۍ کې د کال ۲۰۰۹م نه وروسته په لمړي ځل يو ورځنۍ نړيوالې سيالۍ کیږي. او د سري لنکا او باکستان ترمنځ ترمنځ درې يو ورځنۍ سيالۍ کيږي .

د سري لنکا کرکټ په کرکټ لوبډله په کال ۲۰۰۹م کې په لاهور کې وسله وال بريد شوی او له هغې وروسته پاکستان ته بهرنيو لوبډلو راتګ ودرولی ؤ.

د کراچۍ په نيشنل لوبغالي کې د سري لنکا او پاکستان کرکټ لوبدلو ترمنځ لمړۍ سيالي د باران له امله نه ده شوې.

نن د ګل په ورځ د دواړو لوبډلو ترمنځ بله سيالي ټاکل شوې وه.

د سري لنکا کرکټ لوبډله د ۲۰۰۹ نه وروسته په ۲۰۱۷م کې لاهور ته راغلې شل اووريزو سيالۍ راغلې خو ياده لوبډله چې په کومه ورځ راغلې هم په هاغه ورځ بیرته تللې وه.

په کال ۲۰۰۹م کې په لاهور کې د سري لنکا په لوبډله د بريد وروسته به پاکستان خپلې کرکټ سيالۍ په متحده عرب اماراتو کې کولې.

په کراچۍ کې د تازه سياليو په موخه کلک امنيتي ګامونه پورته کړی شوي دي.

XS
SM
MD
LG