لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: په سيند صوبه کې په شپږو مياشتو کې نزدې ۸۰ ښځې، سړي د غېرت په نوم وژل شوي


د پاکستان په جنوبي سيند صوبه کې د روان کال په لمړو شپږو مياشتو کې د غېرت يا کاروکارۍ په نوم لږ تر لږه ۵۰ ښځې او ۲۸ وژلي دي.

ډان ورځپاڼې د سرچينو له قوله ویلي په دغو پېښو کې په ۶۰ کې مقدمې درج شوي خو د بده مرغه ۹۰ فيصده لا په خپل ځای ولاړ دي.

پاکستان کې د غېرت په نوم د وژنو پېښې نه يواځې چې په سيند صوبه بلکې د ملک په نورو برخو کې هم دغه ډول پېښې وخت په وخت رامنځته کيږي.

او د غېرت په نوم د وژنو په پېښو کې زياتره ښځې وژل کيږي او د بشري حقونو دپاره کار کوونکي وايي پاکستان کې د غېرت په نوم د وژنو زياتې پېښې د رپوټ کېدو څخه داسې پاتې شي ځکه چې خلک پرې ځان غلی کړي.

په پاکستان کې د بشري حقونو تنظيم اېچ ار سي پي وايي، په کال ۲۰۱۸م کې د ښځو پرضد د تشدد ۱۱۶۱ پېښې رپوټ شوي چې پکې ۳۱۶ پېښې د غېرت په نوم شوې وې.

پاکستان کې د ښځو د حقونو دپاره کار کوونکي تنظيمونه وايي اول خو په ملک کې ښځو ته د دوي د پوره حقونو ترلاسه کېدو کوټلي قوانين نشته او که کوم موجود دي نو په هغې پوره عمل نه کيږي، ځکه د ښځو د وژنو او په هغوي د تشدد په پېښو کې کمی نه راځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG