لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلخ: د طالبانو سره په نښته کې ۱۱ پوليس وژل شوي


د افغان چارواکو په وېنا په بلخ صوبه کې د تېرې شپې راهسې د طالبانو او پوليس ترمنځ په نښته کې ۱۱ پوليس وژل شوي او څو نور ژوبل شوي دي.

پوليس چارواکو ويلي د شېرټپې په ولسوالۍ کې د شپې په مهال طالب وسله والو د پوليس په مرکز برید کړی او د دوي د طالبانو سره نښته دوام لري.

د افغان مطبوعاتو ترمخه د بلخ د پوليس وياند منير احمد فرهاد ويلي طالبانو سره په نښته کې وسله والو ته زيان اوختی خو کره مالومات یې نه دي شريک کړي.

هغه ويلي د پوليس مرستې له نور سرتيري موقعې ته ور رسېدلي او حالات د پوليس په قابو کې دي.

وسله والو طالبانو د بريد په اړوند مطبوعاتو ته په لېږلي خبر کې د نښتې پخلی کړی دی.

طالبانو په بريد کې د ۱۹ سرتېرو د وژنې او ولسوالۍ د نيولو ادعا کړې ده.

خو ځايي چارواکو ويلي ولسوالي د دوي په لاس کې ده.

د طلوع نیوز ترمخه د جوزجان صوبې په درزاب ولسوالۍ کې ځايي چارواکي او د پوليس مشر په ګډون د ۳۰ پورې سرتيري د تېرو دوه ورځو راهسې د طالبانو په ولقه کې ګېر دي.

XS
SM
MD
LG