لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ولسمشر ټرمپ د مواخذې بهیر دوام لري


واشنګټن: د امریکا د استازو په جرګه (هاوس اف ریپرېزېنټیټیو) کې ډیموکراټانو د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د مواخذې بهیر ته دوام ورکړی.

دوی د ولسمشر له شخصي وکیل او د هغه د بهرنیو چارو له وزارت څخه غوښتي دي د امریکا او یوکراین د سیاست په اړه دې هغوی ته په دې اونۍ کې معلومات ورکړي.

د استازو د جرګې د بهرنیو چارو، استخباراتو او د څارنې د درې ګونو کمېټو مشرانو د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو څخه چې نن سهار ایټالیا ته رسېدلی غوښتي دي چې د زیارت یا پنجشنبې تر ورځې دې ورته د دغې مسلې په اړه اسناد برابر کړي.

د ټرمپ په اړه د ډیموکراټانو ترمنځ دا اندېښنه ده چې د خپل واک په کارولو سره د امریکا د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې د بهرني هېواد لاسوهنه غواړي.

پمپیو دا مهال په روم کې دی چې د اټالیا له لومړي وزیر سرګیو مټریلا او لومړي وزیر ګیوسېپې کانټې سره وویني.

په ورته وخت کې د استازو د جرګې د کمېټو مشرانو د ګل یا دوشنبې په ورځ د ټرمپ له وکیل روډي جیولیاني ته د اکټوبر ۱۵ نیټه ورکړې ده.

جیولیاني ته په استول شوي لیک کې وکیلانو لیکلي دي چې خپاره شوي اسناد، ستاسو د خپلو بیانونو په ګډون ښيي چې ولسمشر، تاسو او نور داسې ښکاره کوي چې د یوکراین په حکومت باندې مو فشار راوړی تر څو داسې پلټنې پرمخ یوسي چې موخه یې سیاسي ده.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د ګل یا دوشنبې په ورځ یو ځل بیا د یوکراین له ولسمشر ویلادیمیر زیلینسکي سره د خپلو ټیلیفوني خبرو دفاع وکړه او د کانګرس د استخباراتو د کمېټې په مشر اډم شېف باندې یې د هغه د تېرې اونۍ د اورونې له امله سختې نیوکې وکړې.

شېف تېره اونۍ د استخباراتو کمېټې ته د خپلې پرانېستې وینا پر وخت د ټرمپ په خبرو خبرې وکړې او هغه یې له زیلینسکي سره په ټیلیفوني خبرو کې د یو بدمعاش سره پرتله کړ چې له خلکو په زوره پیسې اخلي.

ټرمپ وویل، چې شېف د ملي خیانت په توګه بندي کېدای شي.

د ټرمپ پرضد په شویو شکایتونو کې راغلي، چې ټرمپ د یوکراین له ولسمشر زیلینسکي څخه مرسته غوښتې چې ولسمشرۍ ته د ډیموکراټ کاندید جیوبایډن او د هغه د ځوی په اړه پلټنې وکړې.

جیوبایډن د ډیموکراټانو کاندید دی او د راتلونکي کال په ټاکنو کې د ټرمپ اصلي سیال ګڼل کېږي.

د شورو یا چهارشنبې په ورځ به یوکراین ته د امریکا پخوانۍ سفیره مېرې یانوېچ څوک چې ددې کال په سر کې د ټرمپ لخوا له خپلې دندې ګوښه شوې وه د استازو د جرګې استخباراتي کمېټې ته راڅرګنده شي.

د زیارت یا پنجشنبې په ورځ به یاده کمېټه یوکراین ته د امریکا د استازي کرټ واکړ څخه واوري چاچې تېره اونۍ له خپلې دندې استعفا ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG