لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پر خپله ملګرې په تشدد تورن منير اکرم په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی شو


واشنګټن ــــ پاکستان په ملګرو ملتونو کې منير اکرم خپل نوی سفير ټاکلی، چې په خپله ښځينه ملګرې (ګرل فرینډ) باندې د تشدد تور ورباندې لګېدلی او د سفارت د استثنی له امله ورته بيا څه نه وو ويل شوي.

منیر اکرم د ملیحه لودي په ځای راوستل شوی دی. لودي د پاکستان د وزیراعظم عمران خان د امریکا د سفر او د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون وروسته لرې کړل شوې ده.

منیر اکرم څوک دی؟

منيراکرم د پخواني پوځي صدر پروېزمشرف په وخت کې په ملګرو ملتونو کې د 2002م کال نه تر 2008م کال پورې د پاکستان مستقل استازی پاتې شوی وو.

د منيراکرم په ټاکنه داسې نيوکې هم شوي چې هغه په 2002م کال کې په خپله يوه ښځینه ملګرې باندې تشدد کړی وو، خو هغه په دغه وخت کې سفير وو نو ځکه د هغه خلاف کارروایي نه وه شوې.

د امریکا نيويارک ټايمز ورځپاڼې په خپل يو رپوټ کې هم دغه خبره کړې وه چې په منيراکرم باندې په خپله ښځينه ملګرې د تشدد تورونه دي، خو خپل منیر اکرم دا تورونه رد کړي دي.

ورځپاڼې ليکلي چې په 2003م کال کې د نیويارک ښار د ملګرو ملتونو د چارو کمیشنرې مارجوري تيون په خط کې ملګرو ملتونو ته ویلي وو، چې د دې سفير استثنی دې ختمه کړل شي او که دا استثنی ختمه شي هغه ته به د تشدد په تور کې سزا ورکړل شي.

له دې وړاندې هم د تحریک انصاف ګوند د حکومت وزيراعظم عمران خان په خپله کابينه کې د کورنيو چارو پخوانی پوځي افسر بريګيډير اعجاز شاه ټاکلی، چې ورباندې د القاعده سره د اړيکو او د پخوانۍ وزیراعظمې بېنظیر بټو په وژنه کې د لاس لرلو تورونه دي.

مليحه لودي څوک ده او ولې لرې کړل شوه؟

مليحه لودي په دسمبر 2014م کال کې د مسلم ليګ ن ګوند حکومت په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازې ټاکلې وه. له دې وړاندې نوموړې د 1994م نه تر 1997م او بيا د 1999م نه تر 2002م کال پورې په امريکا کې د پاکستان سفيره هم پاتې شوې وه.

خو اغلې په داسې وخت کې له دې چوکۍ لرې کړل شوه چې عمران خان د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ګډون کړی دی.

د عمران خان دغې دورې ته د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومتي وزيران مشيران کاميابه وايي خو د مليحه لودي په لرې کولو داسې پوښتنې او شکونه هم را پورته شوي چې د کامیابې دورې وروسته استازې ولې لرې کړل شوه؟

XS
SM
MD
LG