لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان سوله:زلمی خلیلزاد دپاکستان دولتي اؤ‌ پوځي مشرانو سره خبرو دپاره یو ځل بیا اسلام اباد ته رسېدلی


افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت استازی زلمی خلیلزاد افغانستان کې دپخلاینې دعمل مخ په وړاندې بوتللو دپاره د نهې په ورځ پاکستان ته رسېدلی دی.

ټاکل شوې ده ښاغلی خلیلزاد به اسلام اباد کې دپاکستان د دولتي اؤ پوځي مشرانو سره لیدنې کوي اؤ افغانستان کې دسولې په اړوند به ورسره خبرې اترې وکړي.

دپاکستان ډان ورځپاڼې امریکا کې دسفارتي سرچینو له خولې لیکلي چې اسلام اباد ته د زلمي خلیلزاد د سفر په مهال به پاکستان هڅه وکړي چې په قطر کې امریکا سره دخبرو اترو دپاره دطالبانو دمرکچي ډلې مشر ملا عبدالغني برادر هم اسلام اباد ته راولي اؤ زلمي خلیلزاد سره یې لیدنې ته کښېنوي.

زلمي خلیلزاد اسلام اباد ته خپل دا تازه سفر په داسې حال کې کړی چې دتیرې شنبې په ورځ افغانستان کې دصدارتي ټاکنو عمل سرته رسېدلی اؤ اوس د ورکړل شوؤ رائیو د شمیرنې عمل روان دی.

طالبانو په دې ټاکنو کې برخه نه وه اخستې خو په بیلابیلو ولایتونو کې یې دټاکنو په ورځ‌بریدونه کړي وؤ چې له دې امله دتیرو ټاکنو په پرتله ډیرو کمو خلکو اوسنیو ټاکنو کې برخه اخستې ده.

طالبانو له وړاندې ګواښ غږ کړی ؤ چې دټاکنو په پروسه به بریدونه کوي اؤ په ولس یې غږ کړی ؤ چې ټولټاکنو کې له برخې اخستلو ډډه وکړي.

په افغانستان کې د۱۸کلنې جګړې پائ ته د رسولو په خاطر دتیرکال راهسې قطر کې دزلمي خلیلزاد په مشرۍ دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ دسولې خبرې روانې وې اؤ تیره میاشت دواړو خواؤ د سولې یو غوڅ تړون باندې د متفق کیدلو دعوه هم کړې وه .

خو په کابل کې دیو ځانمرګي برید نه ورسته چې دیو امریکایي عسکر په ګډون پکې ۱۲ کسان وژل شوي وؤ، دامریکا صدر ډانلډ‌ ټرمپ ددې خبرو د ودرولو اعلان وکړو اؤ وئ ویل چې دسولې خبرې اؤ ترهګریز بریدونه یو ځائ دوام نه شي کولی.

امریکا،پاکستان اؤ طالبانو اسلام اباد ته د زلمي خلیلزاد د اوسني سفر په اړوند په رسمي ډول څه نه دي ویلي خو دپاکستان وزیراعظم ښاغلي عمران خان امریکا ته پخپل تازه سفر کې هم د زلمي خلیلزاد سره لیدلي وؤ اؤ هغه ته یې باور ورکړی ؤ چې پاکستان دافغان سولې په لړکې خپل رقم کردار ترسره کولو ته چمتو دی.

امریکا تر اوسه نه ده په ډاګه کړې چې طالبانو سره د سولې ودرول شوې خبرې بیا پیل کول غواړي که نه خو څېړونکي وایي چې افغانستان کې له ټولټاکنو وروسته اوس امریکا دا یو ښه فرصت ګڼي چې طالبانو سره دسولې دتړون په نتیجه کې افغانستان نه خپل په زرګونو پوځیان وباسي

XS
SM
MD
LG