لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملګري ملتونه: 150 کاله وروسته د گاندي د عدم تشدد فلسفه زموږ د تگلارې بنیاد گرځېدلې


واشنګټن ــــ ملگرو ملتونو د اکتوبر دویمه نېټه د عدم تشدد نړیواله ورځ گرځولې چې په دغه ورځ د هند ستر مبارز مهاتما گاندي د زېږیدو ورځ ده او په دې ورځ په هند کې عامه رخصتي وي.

مهاتما گاندي چې په هند کې ورته "د ملت پلار" ویل کېږي، 150 کاله وړاندې په 1869 کال کې د اکتوبر په دویمه نېټه زېږېدلی وو. مهاتما گاندهي خپل نوم مهندس چمرکند گاندهي وو خو وروسته بیا خلکو ورته مهاتما- چې معنا یې لوی روح دی- ویل پیل کړو.

د نننۍ ورځې په مناسبت د ملگرو ملتونو ستر سکرتر انتونیو گوتیرس په خپل یو ټویټ کې مهاتما گاندي ته عقیدت وړاندې کولو په وخت لیکلي:

" د عدم تشد د نړیوالې ورځې او هرې ورځې لپاره باید د هغه زړورتیا او عزم زموږ د لارې مشال جوړ وي، چې 150 کاله وروسته د گاندي د عدم تشدد فلسفه د ملگرو ملتونو د تگلارې بنیاد گرځېدلې".

د هند وزیراعظم نریندرا مودي هم د ګاندي د زېږېدو د کلیزې په مناسبت په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې یو مضمون لیکلی چې په یوه برخه کې یې لیکلي: "مهاتما ګاندي یو داسې ځانګړی صلاحیت درلود چې په انساني ټولنه کې د سترو تضادونو تر منځ یې د پول حیثیت درلود".


د پاکستان د سائنس او ټیکنالوجۍ مرکزي وزیر فواد چودري هم مهاتما گاندي په دغه ورځ یاد کړی او په خپل یو ټویټ کې یې ویلي:

"نن د برصغیر د لوی رهبر مهاتما ګاندي د زېږېدو ورځ ده، خو په افسوس سره چې هند اوس د یو سخت دریځي رژیم په لاس کې دی".


په نړۍ کې د عدم تشدد په معلومو څېرو کې د مهاتما گاندي سره د پښتنو ستر لارښود باچا خان، د امریکا د بشري حقونو او د تورپوستو د حقونو مبارز مارټن لوترکنگ جونېر او د افریقا د تورپوستو او د نسل پرستۍ ضد مبارز نېلسن منډیلا شامل دي.

XS
SM
MD
LG