لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاه محمود قریشي سره دطالب پلاوي لیدنه،دسولې په پروسه یې ورسره خبرې کړي


داسلام اباد په سفر تللي طالب پلاوي دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت کې د زیارت په ورځ دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي شاه محمود قریشي سره لیدلي اؤ ورسره یې افغانستان کې دسولې اؤ سیمه کې دامن په وضعیت خبرې اترې کړي دي.

دقطر څخه پاکستان د تللي دغه لوړپوړي پلاوي مشري ملاعبدالغني برادر کوي چې هیله کیږي دپاکستاني چارواکو برڅېره اسلام اباد کې موجود امریکایي استازي زلمي خلیلزاد سره به هم لیدنه وکړي اؤ دسولې د ودرول شوې پروسې په بیا پیل کولو به ورسره وغږیږي.

د زیارت په سحر دپاکستان دبهرنیو چارو دفتر ته په رسیدو دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي شاه محمود قریشي دطالبانو پلاوي تر تود هرکلی ویلی اؤ له هغې وروسته یې ورسره د ډلو په کچه خبرې اترې کړي دي.

دپاکستان د دولتي میډيا له مخې طالب مشرانو سره دخبرو په مهال دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي جګړه دافغان کشالې دهواري لاره نه ده اؤ داشخړه یوازې دخبرو اترو دپاره هواری هواریدلی شي.

شاه محمود قریشي په دې لیدنه کې هیله کړې ده چې امریکا اؤ طالبان به ډير زر یو ځل بیا دسولې دخبرو بهیر پیل کړي ترڅو افغانستان کې سولې اؤ دائمي امن ته لاره هواره شي.

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي قریشي زیاته کړې چې پاکستان افغانستان سره دوه اړخیزه د ورورګلوۍ ،مذهبي اؤ تاریخي اړېکې لري اؤ دتیرو څلورو لسېزو راهسې چې افغانستان کې کوم اورونه بل دي،تاؤ یې په پاکستان کې هم لیدل کیږي.

هغه وویل مونږ خوشحاله یو چې نن افغانستان کې نړۍ دامن په اړوند دپاکستان ددې دریځ ملاتړ کوي چې دغه هیواد کې روانه اوږده جګړه یوازې دسولې په خبرو ختمیدلی شي.

دملاعبدالغني برادر په مشرۍ دطالبانو دې یوولس کسیز پلاوي د چهارشنبې په ورځ‌ پاکستان ته په داسې حال کې سفر کړی چې له دې یوه ورځ‌ وړاندې افغان سولې دپاره امریکایي استازی زلمی خلیلزاد هم اسلام اباد ته رارسیدلی ؤ.

دطالبانو دقطر دسیاسي دفتر ویاند ښاغلي سهیل شاهین امریکه غږ ته ویلي طالبان افغانستان کې دسولې دخبرو دلارې دامن ټینګښت غواړي اؤ که چرې زلمی خلیلزاد وغواړي چې په اسلام اباد کې طالب مشرانو سره وویني نو طالبان هم ورسره لیدلو ته اماده دي.

امریکا دتیر کال راهسې په قطر کې طالبانو سره دسولې خبرې پیل کړې وې خو تیره میاشت په کابل کې په یوه بمي چاودنه کې دیو امریکایي عسکر په ګډون د ۱۲کسانو له وژل کیدلو وروسته صدر ټرمپ طالبانو سره دسولې دخبرو ودرؤلو اعلان کړی ؤ‌ اؤ ویلي یې وؤ دسولې خبرې اؤ ترهګریز بریدونه یو ځائ دوام نه شي کولی.

تیره اوونۍ امریکا ته دخپل سفر په مهال دپاکستان وزیراعظم عمران خان افغان سولې دپاره دامریکا استازي زلمي خلیلزاد سره په نیویارک کې لیدلي وؤ اؤ هغه ته یې باور ورکړی ؤ چې پاکستان به دافغان سولې په هواري کې خپل رغنده رول ولوبوي.

په نیویارک کې دعمران خان اؤ‌ زلمي خلیلزاد له لیدنې وروسته اسلام اباد ته دطالبانو اؤ زلمي خلیلزاد سفرونه څېړونکي خورا مهم بولي اؤ وایي چې دسولې نیمګړې پاتې شوې خبرې به داسلام اباد په ناستو کې یو ځل بیا دپوره کیدلو په لوري روانې شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG