لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پوځ:کشمیر دپاکستان "دمرۍ رګ"دی اؤ پسر به یې هیڅ معامله ونه شي


دپاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه دعوه کړې ده چې کشمیر دپاکستان د مرۍ رګ دی اؤ وایي دکشمیر په ستونزه به داسې هیڅ ساز باز ونه شي چې دکشمیریانو حقونه ورسره دپښو لاندې کیدای شي.

دپاکستان دپوځ دلوړ رتبه جنرالانو یا کور کمانډرانو غونډه د زیارت په ورځ دجنرال باجوه په مشرۍ پېندۍ کې په پوځي مرکز کې شوې چې پکې دپاکستان په ملي سلامتۍ اؤ د کشمیر په وضعیت غور اؤ بحث شوی دی.

دپوځ لخوا مطبوعاتو ته د ورکړل شوي بیان له مخې په دې غونډه کې دبیلابیلو لارو څخه دپاکستان دبې ثباته کولو دسازشونو شنډولو دهڅو ستائنه شوې اؤ ددې ترڅنګ په ملګرو ملتونو کې دکشمیر دشخړې راپورته کولو اؤ دغلته دبشري حقونو کېدونکو سرغړونو ته دنړیوالې ټولنې دپام راګرځولو عمل هم ستائیل شوی دی.

بیان وایي پوځي مشرانو هوډ څرګند کړو چې که چرې دهند له لوري هر رقم تیری وشو نو پاکستان به ورته غاښ ماتی ځواب ورکړي.

په دې وروستیو کې چې هند دخپل واک لاندې دکشمیر نیم خپلواکه حیثیت ختم کړی دپاکستان اؤ هند اړېکې زیاتې تاؤژنې شوي اؤ‌ پاکستاني چارواکي پرله پسې هند سره دکشمیر په مسله داټومي جګړې د کېدلو اندېښنې ښایي.

تیره وونۍ د ملګرو ملتونو دعمومي اسمبلۍ غونډې ته خپله وینا کې هم دپاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي وؤ چې که چرې د دوؤ اټومي هیوادونو ترمنځ نښته وشوه نو اغیزې به تر لرې لرې ولیدل شي.

خو هند د وزیراعظم عمران خان پارونکی بللی اؤ ویلي یې وؤ چې عمران خان د اټومي جګړې په ګواښ کولو دسیمې تباهۍ ته د رسولو دپالیسۍ اظهار کړی دی.

دهند دبهرنیو چارو د وزارت لوړ پوړي چارواکي ودیشا میترا دعمران خان ددغه وینا نه وروسته تور لګولی ؤ چې وزیراعظم عمران خان پخپله وینا کې کرکې اؤ‌ تشدد ته هوا ورکړې ده .

همدا شان دهندي پوځ مشر جنرال راوت هم تیره اوونۍ دعوه کړې وه چې دپاکستان په بالاکوټ سیمه کې ترهګر یو ځل بیا منظم شوي تر ۵۰۰ترهګر انتظار باسي چې کله به له پولې را اوړي خو هغه ګواښ کړی ؤ چې داځل به هندي ځواکونه په ترهګرو پسې له بالا کوټه هم ور اوړي.

هندي الوتکو په ۲۵مه فرورۍ دپاکستان بالاکوټ سیمه کې بمباري کړې وه اؤ دعوه یې کړې وه چې دغلته یې دترهګرو په یو مرکز کې په سوونو ترهګر وژلي خو پاکستان دا دعوې رد کړې وې او ویلي یې وؤ هند یوازې یو څو ونو باندې بمونه غورځولي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG