لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد ته دطالبانو سفر حساسه معامله ده،باید له زیاتو تبصرو پرې ډډه وشي،پاکستان


دپاکستان د بهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر محمد فیصل ویلي اسلام اباد ته په سفر راغلي طالب پلاوي افغانستان کې د سولې دخبرو دپاره دپاکستان د کردار ستائنه کړې ده اؤ دهغوئ داسفر به په افغان سوله کې مددګار ثابت شي.

مطبوعاتو ته د اوونیز احوال ورکولو په مهال دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ویلي په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر خلاصیدو وروسته دا وړومبی ځل دی چې طالب مشرانو پاکستان ته سفر کړی خو هغه په دغه سفر د زیات څه ویلو نه ډډه وکړه.

ډاکټر فیصل وویل “دا یوه حساسه معامله ده اؤ په دې د زیاتو تبصرو څخه ډډه پکار ده”

دملاعبدالغني برادر په مشرۍ دطالبانو یو ۱۲ کسیز پلاوی دچهارشنبې په ورځ اسلام اباد ته رسېدلی اؤ د پنجشنبې په ورځ یې دپاکستان وزیراعظم عمران خان اؤ دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره په جلا جلا ډول غونډې کړي دي.

د عمران خان سره د طالبانو په لیدنه کې د پاکستان پوځي مشر جنرل قمرجاوید باجوه هم موجود و.

طالب پلاوی په داسې حال کې اسلام اباد ته رسېدلی دی چې په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازی زلمی خلیلزاد هم د پاکستان په سفر دی .

دطالبانو دقطر ددفتر ویاند سهیل شاهین امریکا غږ ته ویلي که افغان سولې دپاره دامریکا استازی زلمی خلیلزاد وغواړي نو طالبان ورسره اسلام اباد کې لیدلو ته اماده دي.

پاکستان ته دطالب پلاوي په سفر د افغانستان دصدارتي ماڼۍ ویاند ښاغلي صدیق صدیقي پخپل غبرګون کې ویلي چې د پاکستاني چارواکو او طالب استازو وروستۍ غونډه د سولې پروسې سره کومه مرسته نه شي کولی.

ښاغلي صدیقي د زیارت په ورځ یو مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا په مهال ویلي افغان حکومت تل له پاکستان نه غوښتي چې په خپله خاوره د طالبانو او ترهگرو خوندي پناه‌ ځایونه له منځه یوسي او د سیمې په امنیت کې مثبت رول ولوبوي. خو"په خواشینۍ سره چې د پناه‌ ځایونو او مدرسو لویه برخه د پاکستان په خاوره کې ده"

په افغانستان کې د۱۸کلنې جګړې پائ ته د رسولو په خاطر دتیرکال راهسې قطر کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت استازی زلمی خلیلزاد په مشرۍ د امریکا اؤ طالبانو ترمنځ دسولې خبرې روانې وې اؤ تیره میاشت دواړو خواؤ د سولې یو غوڅ تړون باندې د متفق کیدو دعوه هم کړې وه .

په کابل کې دیو ځانمرګي برید نه وروسته چې دیو امریکایي عسکر په ګډون پکې ۱۲ کسان وژل شوي وؤ، د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د دې خبرو د ودرولو اعلان وکړو او ویلي و چې د سولې خبرې او ترهګریز بریدونه یو ځای دوام نه شي کولی.

خو په دې وروستیو کې دپاکستان وزیراعظم عمران خان امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ سره لیدنه کې دهغه څخه هیله کړې وه چې طالبانو سره دې دسولې ودرول شوې خبرې بیرته پیل کړي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG