لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قریشي:هڅه کوؤ دافغان سولې دخبرو لړۍ له هاغه ځایه بیا پیل شي په کوم ځائ چې ماته شوې وه


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي شاه محمود قریشي ویلي پاکستان هڅه کوي چې دافغان سولې د خبرو اترو لړۍ له هم هغه ځایه بیا پیل شي په کوم ځائ چې ماته شوې وه.

د پنجشنبې په ورځ داسلام اباد په سفر راغلي ۱۲ کسیز طالب پلاوي سره له خبرو وروسته دملتان په بهاؤ الدین ذکریا پوهنتون کې یو کانفرنس ته ښاغلي قریشي پخپله وینا کې ویلي چې هغه طالبانو سره کومې خبرې کړي. په هغې مطمئین دی.

شاه محمود قریشي وویل “افغان طالبانو ته مې وویل چې تاسو دتیرو ۴۰ؤ کلونو راهسې د ډير زړه چاودن نه راتیر شوئ خو پاکستان هم په دې موده کې څه لږې قربانۍ نه دي ورکړي”

دقریشي په وینا” ۲۷لکه افغان کډوال پاکستان کې د میلمنو په صفت دیره دي،دا کډوال مونږ خپلو سینو ته راجوخت کړي،هغوئ ته هم روزګار ورکړی،د تعلیم اؤ روغتیا اسانۍ مو ورکړی خو دتلپاتې پرمختیا لاره په امن کې ده”

دبهرنیو چارو وزیر وویل” که غواړو د ژوند په ټولو څانګو کې پرمختګ وکړو نو بیا به دخبرو اترو دلارې افغانستان کې امن ته لاره هوارول وي”

هغه وویل افغانستان کې دامن ټینګښت د سیمې دپرمختیا سره ژور تړاؤ لري اؤ دپاکستان اقتصادي وضعیت دا مهال د ډاډ وړ نه دی ځکه نو اړینه ده چې اقتصادي کچه په کلیز ډول د اوؤ څخه تر اتوؤ فیصدو وخیژي.

پاکستان ته د قطر څخه دملاعبدالغني برادر په مشرۍ راغلي دطالبانو ۱۲کسیز پلاوي تیره ورځ دشاه محمود قریشي ترڅنګ د وزیراعظم عمران خان سره هم لیدنه کړې وه اؤ ټاکل شوې ده نن به هم دځېنو دولتي اؤ پوځي مشرانو سره لېدنې وکړي.

طالب مشرانو اسلام اباد ته خپل دا سفر په داسې حال کې کړی چې افغان سولې دپاره دامریکا استازی زلمی خلیلزاد هم اسلام اباد کې موجود دی اؤ څېړونکي هیله ښایي چې طالبان دښاغلي خلیلزاد سره هم لیدنه وکړي.

اسلام اباد کې میشت په افغان چارو ژور نظر لرونکي خبریال ښاغلي طاهر خان ډیوه ته ویلي چې زیات احتمال همدا دی چې زلمی خلیلزاد اؤ طالبان اسلام اباد کې سره وویني اؤ دخبرو اترو د ودرول شوې لړۍ په بیا پیل کولو وغږیږي.

په افغانستان کې د۱۸کلنې جګړې پائ ته د رسولو په خاطر دتیرکال راهسې قطر کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت استازی زلمی خلیلزاد په مشرۍ د امریکا اؤ طالبانو ترمنځ دسولې خبرې روانې وې اؤ تیره میاشت دواړو خواؤ د سولې یو غوڅ تړون باندې د متفق کیدو دعوه هم کړې وه .

په کابل کې دیو ځانمرګي برید نه وروسته چې دیو امریکایي عسکر په ګډون پکې ۱۲ کسان وژل شوي وؤ، د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د دې خبرو د ودرولو اعلان وکړو او ویلي و چې د سولې خبرې او ترهګریز بریدونه یو ځای دوام نه شي کولی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG