لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مېډیا ادارې: که حکومت ځانګړی مېډیا عدالت جوړوي مخه به یې نیسو


واشنګټن ــــ په پاکستان کې د مطبوعاتو مدیرانو، مالکانو او د خبریالانو تنظیمونو په ګډه د حکومت له خوا د ځانګړو "مېډیا عدالتونو" د جوړښت پرېکړه رد کړې او په هېواد کې یې پر رسنیو په بندیزونو او له مخکې نه په لګول شویو بندیزونو کې د زیاتوالي په حکومتي وړاندیز یې اندېښنې څرګندې کړې.

دا پرېکړه د ورځپاڼو د مدیرانو، مالکانو، ایډیټرانو او خبریالانو د تنظیمونو "آل پاکستان نیوز پیپر سوسایټي"، "کونسل آف پاکستان نیوزپېپر ایډیټر"، "پاکستان براډکاسټنګ اېسوسي اېشن" او د "پاکستان فېډرل یونېن آف جرنلسټ" په شریکه غونډه کې شوې ده.

د "کونسل آف پاکستان نیوز پېپر ایډیټر" مشر او مشهور خبریال عارف نظامي هم په دې غونډه کې شامل وو. هغه له وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وویل، د دغو ځانګړو عدالتونو مخالفت کوي:

"پر یوه ټکي ټول متفق یو چې که حکومت ځانګړي عدالتونه جوړوي نو ډېر په کلکه به یې مخالفت کوو او که اړتیا شوه نو ورځپاڼې او ټیلیویژون چېنلونه به هم د احتجاج په توګه بندوو".

په دغه غونډه کې ګډون کوونکو په هېواد کې د رسنیو پر ازادۍ په بندیزونو لګولو او پر رسنیو له وړاندې لګېدلو بندیزونو کې پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې او له حکومته یې په سمدستي توګه د مېډیا مخالفې پرېکړې د بیرته اخیستو غوښتنه کړې ده.

تېره میاشت د پاکستان د وزیراعظم عمران خان سلاکارې فردوس عاشق اعوان په هېواد کې د مطبوعاتو د ستونځو د هوارولو لپاره د ځانګړو "مېډیا عدالتونو" د جوړښت خبره کړې وه.

خبریالان او د رسنیو مالکان وایي، په پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند له حکومت سره که یوې خواته پر رسنیو بندیزونه زیات شوي، خو ورسره سم تر دې مهاله په زرګونو خبریالان د بجټ د کمښت په پلمه له مطبوعاتي ادارو ایستل شوي دي.

د خبریالانو د یوه بل تنظیم "پاکستان یونین آف جرنلسټ ورکر ګروپ" مشر پروېز شوکت وایي، د دوی د تنظیم آیین که یوې خواته د اظهار د ازادۍ خبره کوي، نو بلې خواته په مطبوعاتي ادارو کې د کارکوونکو لپاره اخلاقي اصول هم ټاکي چې دوی ورباندې عمل وکړي:

"ما مالکانو ته وویل که یې د خپلو کارکوونکو مرسته پکار وي نو لومړی خو دې هغوی ته خپل حقونه ورکړي او تر کومه چې د صحافت د ازادۍ خبره ده نو د پاکستان د خبریالانو نعره خو هم د بیان ازادي ده چې د دې لپاره به په هر ډګر هڅې کوو".

د بې سرحده خبریالانو د نړیوالې اتحادیې د رپوټ له مخې په ټوله نړۍ کې د اظهار د ازادۍ په هکله د 180 هېوادونو په نوملړ کې پاکستان پر 142م نمبر دی او د تېر یو کال په مقابل کې په دې هېواد کې د اظهار ازادي نوره هم کمه شوې ده، چې حکومت د ښکاره سنسرشپ په وسیله پر مېډیا فشار اچوي.

په پاکستان کې د ورځپاڼو او ټیلیویژنونو مالکان په داسې حال کې د اظهار د ازادۍ خبره کوي، چې تېره ورځ یو شخصي ټيلیویژن اې آر وای خپل په درځنونو له نوکریو ګوښه کړل.

څېړونکي وایي په پاکستان کې د اشتهارونو کاروبار څلوېښت فیصده را کم شوی چې وایي د دې بد اغېز پر ټي وي صنعت هم شوی دی. د پاکستان یونین آف جرنلسټ د شمېر له مخې په تېرو دوو کلونو کې په پاکستان کې تر 5000 زیات کسان له ورځپاڼو او ټيلیویژن چېنلونو ایستل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG