لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د حکومتي حکم خلاف په مردان کې د سکول په جینکو برقې وېشل شوې


واشنګټن ــــ د خیبرپښتونخوا حکومت د دې حکم باوجود چې په سرکاري سکولونو کې یې په جینکو د عبایا اغوستلو شرط ختم کړ، خو په مردان کې د تحریک انصاف ګوند او د ځایي کونسل پخواني غړي له خوا د جینکو په یو سکول برقې وېشل شوې دي.

په سوشل مېډیا خپرو شوو عکسونو کې ښودل شوي چې د رستم سیمې د جینکو په یو سکول کې برقې وېشل شوې او بیا په یوه کلاس کې ناستې جینکۍ لیدل کېږي چې دغه برقې یې اغوستې دي.

په ټولنیزو رسنیو او د ځایي مطبوعاتو تر مخه د ضلعي کونسل پخواني غړي مظفر شاه دغه برقې د کونسل د فنډ په پیسو اخیستې دي، خو دا نه ده څرګنده چې دغه برقې یې د چا په امر او وینا اخیستې او په سکول کې وېشلې دي.

په ټولنیزو رسنیو د سکول په جینکو د برقو وېشلو اقدام په کلکه غندل شوی او دا کار د هغوی په شخصي ژوند کې لاسوهنه ګڼل شوې ده. د عوامي نېشنل ګوند د ځوانانو د څانګې این وای او ویانده پلوشه عباس پر ټویټر لیکي:

"جامه د هر چا شخصي خوښه ده هیڅوک حق نه لري چې په چا [د کومې جامې] جبر وکړي. پړونی او څادر د پښتنو د کلتور برخه دي نه برقه. د تعلیم وزارت دې لومړی د تعلیم پرمختګ ته توجه وکړي نو دې اړخ ته".

د ښځو او بشري حقونو مبارزې او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې ثناء اعجاز هم په جینکو د برقو وېشل کېدو کار غندلی دی. هغې په یو ټویټ کې لیکلي:

"مردان زما پلرنی کلی دی او په موږ کې سپین څادر رواج دی. د لوی عمر ښځې د لوی بر غبرګ څادر اغوندي او جینکۍ ګلداره سپین څادر اغوندي، برقه زموږ کلچر نه دی. دا د پي ټي ای حکومت کمالات دي چې د ضلعي کونسل په فنډ یې برقې اخیستې او په جینکو یې وېشلې دي".

وي او اې ډیوه د حکومتي حکم خلاف د جینکو په سکول کې د برقو وېشلو په اړه له ښاغلي مظفر شاه سره خبرې وکړو، هغه وویل د برقو لپاره دا فنډ د ضلعي حکومت لخوا د سپټمبر تر 28مې مخکې منظور شوی او دا برقې یې په جینکو د هغوی د مور و پلار په خوښه وېشلې دي.

تېره میاشت د خیبر پښتونخوا حکومت له خوا د صوبې په بېلابېلو ضلعو کې د جینکو د تعلیم اعلی افسرانو ته په یو لېږل شوي امر کې ویل شوي وو، چې د سکولونو زده کوونکې جینکۍ دې د پردې لپاره عبایا یا څادر په سر کوي، خو په ټولنیزو رسنیو د خلکو د تنقید په نتیجه کې حکومت دغه شرط بیرته واخیست.

XS
SM
MD
LG