لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه:څلورو کالو کې دافغانستان دننه ۱۴زرو نه زیات ماشومان وژل شوي،ژوبل شوي اؤ ځورول شوي دي


ملګرو ملتونو ویلي افغانستان کې دتېرو څلورو کالو په مهال د امنتیت دخرابې وضعې له امله دماشومانو دحقونو څخه دسرغړونو ۱۴۰۰۰ نه زیاتې پېښې مخې ته راغلي چې په دې ۳۵۰۰ماشومان وژل شوي اؤ ۹۰۰۰ نه زیات نور ژوبل شوي دي.

دملګرو ملتونو عمومي سکتر انتونیو ګوتیرس افغانستان کې دماشومانو دحقونو څخه دسړغړونې په لوړه شوې کچه اندېښېنه ښکاره کړې ده اؤ ویلي یې دي دکال ۲۰۱۵م نه ۲۰۱۸م پورې د۱۲زرو اؤ۶۰۰ ماشومانو د وژل کیدو اؤ ژوبل کیدو پخلی شوی دی.

افغانستان کې دماشومانو اؤ وسله والو شخړو په اړوند خپل څلورم راپور کې دملګرو ملتونو عمومي سکتر خپل راپور کې ویلي په تیرو څلورو کلونو کې دافغانستان دننه څومره ماشومان وژل شوي یا ژوبل شوي دا د ټولو وګړو د مرګ ژوبلې دریمه برخه تشکیلوي.

هغه ویلي د تیرو څلورو کلونو په پرتله افغانستان کې دماشومانو وژنې ۸۲فیصدي سیوا شوي دي.

ښاغلي انتونیو ګوتیرس لیکلي دماشومانو د مرګ ژوبلې پېښو کې د اضافې علتونه دمائنونو چاودنې،هوایي بریدونه اؤ زمکني تنصیبات معلوم شوي دي.

دملګرو ملتونو عمومي سکتر ویلي هغه د دولتي اؤ ائتلافي ځواکونو له اړخه دشوؤ هوایي عملیاتو له امله د وژل شوؤ اؤ ژوبل شوؤ ماشومانو په شمیره سخته اندېښنه لري..

هغه پخپل راپور کې زیاته کړې چې د۳۴۵۰ماشومانو د وژنې اؤ ۹۱۴۹ د ژوبل کیدلو دپېښو مسولیت په تیرو څلور کلونو کې د وسله والو ډلو پغاړه راځی په دې کې هم په ځانګړي ډول طالبان بیا د زیاتو پېښو ذمه وار ذي.

هغه زیاته کړې چې وسلې والې ډل د ۴۳ فیصده اؤ دولتي اؤ ائتلافي ځواکونه د ۳۰فیصده ماشومانو د وژنو ذمه واري پغاړه لري.

دملګرو ملتونو په دې راپور کې دماشومانو د وژنې اؤ ژوبل کیدلو ترڅنګ په هغوئ د جنسي تیري سیوا شوؤ پېښو باندې هم اندېښنه ښودل شوی خو نړیوالو ځواکونو،افغان دولت اؤ طالبانو لا په سمدستي توګه په دې راپور خپل غبرګون نه دی ښکاره کړی

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG