لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان:دکشمیریانو مرستې دپاره دکشمیر په پوله اوښتل به دهند لاسونو کې دلوبېدلو په معنا وي


دپاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي دي دهند د واک لاندې کشمیر کې په روان وضعیت دپاکستان دانتظام لاندې دکشمیریانو په درد هغه پوهیږي خو دکشمیریانو دمرستې دپاره دکشمیر په ویشونکې پوله یا ایل اوسي اوښتل به دهند په لاسونو کې دلوبیدو په معنا عمل وي.

دخالي په ورځ په ورځ پخپله ټوئټر پاڼه عمران خان لیکلي په جمو وکشمیر کې دغیرانساني کرفیو یا ګرځ بندیز د دوؤ میاشتو نه زیاته موده وشوه خو که چا هم پخپل سر په لائن اف کنټرول د اوښتلو هڅه وکړه نو دې سره به د هند بیانیه پیاوړې شي.

عمران خان لیکلي دکشیمر په پوله اوښتل به هند ته فرصت په لاس ورکړي چې د کشمیر دستونزې نه دنړۍ پام وګرځوي اؤ جمو و کشمیر په کشمیریانو ریاستي جبر کې داضافې کولو ترڅنګ به هند دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې عملیاتو دپاره بهانه یا دلیل هم ولټوي.

دپاکستان د وزیراعظم دا بیان وروسته له هغې مخې ته راغلی چې اوړمه ورځ د هند د واک لاندې کشمیریانو سره د یووالي ښودلو په موخه په زرګونو خلک په ګاډو اؤ موټر سائیکلو د لاریون کولو دپاره مظفراباد ته رسېدلي وؤ.

ددغه احتجاج دپاره خلک جمو و کشمیر لبریشن فرنټ په نامه د سازمان په غوښتنه راټول شوي وؤ اؤ ددغه سازمان ویاند رفیق ډار د وزیراعظم عمران خان د تازه څرګندونو په اړه خپل غبرګون کې ویلي دي چې دهغوئ تنظم نه دهند په لاسونو کې لوبیږي اؤ نه دپاکستان بلکې یوازې دکشمیریانو دپاره غږ پورته کوي.

تر دې وړاندې دپاکستان د واک لاندې دکشمیر وزیراعظم راجه فاروق حیدر پخپله یوه وینا کې ویلي وؤ چې د جمو وکشمیر هر وګړی هره ورځ دپاکستاني پوځ انتظار کوي.

پخپله د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم تیره میاشت اسلام اباد کې کشمیري ولس سره د یووالي ښودلو په موخه راجوړې شوې یوې دستورې ته خپله وینا کې ویلي وؤ هغه به پخپله اعلان کوي چې لائن اف کنټرول ته باید کله تګ وکړل شي.

د هند لخوا په پینځم اګست دخپل واک لاندې دکشمیر دنیم خپلواکه حیثیت ختمولو راپدیخوا دپاکستان اؤ هند اړېکې سختې تاؤژنې شوي اؤ دواړه هیوادونه یو بل ته د جګړې ګواښونه کوي.

تیره میاشت دهند دپوځ سرلښکر جنرال راوت تور لګولی ؤ چې دپاکستان په بالاکوټ سیمه کې ترهګر یو ځل بیا منظم شوي اؤ انتظار باسي چې کله به دکشمیر په پوله اوړي.

خو هغه ددې تور ترڅنګ پاکستان ته ګواښ هم کړی ؤ چې دا ځل به هند په ترهګرو پسې له بالاکوټه هم وړ اوړي.

پاکستان د هند دا تورونه رد کړي وؤ اؤ ویلي وؤ هند دپولې نه دتجاوز دپاره بهانې لټوي خو که چرې تیری یې وکړو نو پاکستان به ورته غاښ ماتی ځواب ورکوي.

XS
SM
MD
LG