لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان وايي د عمران خان د حکومت نسکورولو پورې به جګړه روانه وي


د مذهبي سياسي ګوند جمعيت علما اسلام ف ډلې مشر مولانا فضل الرحمان وايي د تحریک انصاف ګوند د عمران خان د حکومت نسکورولو پورې به جګړه روانه وي.

نوموړي په ۲۷ اکتوبر اسلام اباد پله د لاريون اعلان کړی او وايي په هر حال کې به لاريون کيږي.

مولانا وايي تېر کال په ۲۵ جولایۍ په دوي د تحريک انصاف حکومت مسلط کړی شوی دی زياتوي وايي د تحریک انصاف دا حکومت جعلي دی.

نوموړي په پېښور کې خبريالانو سره په خبرو کې وويل د تحریک انصاف د حکومت نسکورولو دپاره پېل کړې جګړه به د حکومت ختمولو پورې وي.

هغه وويل د لاريون وړومبی پړاؤ يې اسلام اباد دی خو په ټول ملک کې به يې احتجاجونه روان وي.

په لاريون کې د نورو سياسي ګوندونو د ملاتړ په اړوند هغه وويل ټول سياسي ګوندونه په دې خبره يو دي چې دا جعلي حکومت دی او زياته کړې يې ده د نورو سياسي ګوندونو سره په رابطو کې دی.

مولانا زیاته کړه دوي د اسلام اباد د لاريون دپاره تګلاره جوړه کړې او د وخت وخت سره به یې روانه ساتي.

خو وې ويل که د دوي د نيولو هڅه وشوه دا به د ادارو او د دوي ترمنځ د اړي ګړي جوړولو هڅه وي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت د مخالفه ګوندونو دغه ډول ګامونو په اړوند وايي چې دوي ځان د احتساب نه د بچ کولو دپاره داسې اقدامات کوي.

د ځايي ميډيا ترمخه د پي ټي ايي د حکومت يو مرکزي وزیر فواد چودري ويلي مولانا د خپل ځان ژوندي ساتلو او د مدرسو د اصلاحاتو د مخنيوي دپاره د اسلام اباد لاريون جوړ کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG