لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ایټمي پروګرام د ختمېدو په سر د شمالي کوریا او امریکې خبرې بې نتیجې ختمې شوې


واشنګټن ــــ د شمالي کوریا ستر ایټمي مذاکرات کوونکي ویلي، د خالي- شنبې په ورځ د سویډن په پایتخت سټاکهوم کې د امریکا سره د شمالي کوریا د ایټمي پروگرام په اړه کېدونکې خبرې اترې تر پیل کېدو لږ شېبه وروسته ختمې شوې.


کیم میانگ گیل په سټاکهوم کې د پیانگ یانگ سفارت مخې ته وویل: "دغو مذاکراتو زموږ تمه نه ده پوره کړې او په اخر کې ختم شول".


وروسته له هغې چې د دوی تر منځ د فبرورۍ په میاشت کې په ویتنام کې د کېدونکې سرمشریزې مذاکرات ناکامه شول، د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کیم جونګ ان د جون په میاشت کې موافقه وکړه چې دغه مذاکرات یو ځل بیا پیل کړي، ځکه نو د خالي- شنبې په ورځ کېدونکې دغه لنډې خبرې لومړي رسمي مذاکرات وو.

د فبرورۍ میاشتې مذاکرات د شمالي کوریا نه د بندیزونو د لرې کولو په رفتار او د دغه هېواد د ایټمي پروگرام د ختمولو د گامونو پر سر ختم شول.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپېیو د خالي- شنبې په ورځ په یونان کې وویل، هغه هیله من دی چې پرمختګ به وشي ځکه چې وایي د امریکا مذاکرات کوونکي سټاکهوم ته "د یو لړ نظرونو سره" رسېدلي دي.

د خالي- شنبې په ورځ له کېدونکو مذاکراتو نه وړاندې دا معلومات نه وو چې دواړه خواوې د خبرو په اړه خپل دریځ نرم کړی، که څه هم وروستيو پرمختګونو ښودل چې یوې لوظنامې ته د رسېدو لپاره زیات خواهش موجود دی.


تېره میاشت د امریکا ولسشمر ډنلډ ټرمپ وویل چې ایټمي خبرو ته یوه "نوې لاره" به "ډېره ښه" وي، هغه خبره یې تکرار کړه چې د شمالي کوریا چارواکو د څو میاشتو راهیسې کارولې ده.

شمالي کوریا په تکرار سره ویلي چې دوی نه غواړي په یو اړخیزه توګه خپلې ایټمي وسلې تسلیم کړي. پیانگ یانگ د دې پر ځای مرحله وار چلند غوره کړ چې امریکا پکې د بندیزونو د لرې کولو او د امنیت د ضمانت ورکولو لپاره ګامونه واخلي.

په وروستیو کې د ټرمپ د سپینې ماڼۍ ډېرو چارواکو ټینګار کړی چې دوی د مرحله وار طریقې سره خوښ نه دي او شمالي کوریا باید موافقه وکړي چې په بندیزونو کې تر کمښت وړاندې خپلې ایټمي وسلې په بشپړ ډول پرېږدي.

د خالي- شنبې په ورځ کېدونکي خبرې د شمالي کوریا د هغه خبر یواځې څو ورځې وروسته وې چې شمالي کوریا وویل چې هغه د سبمرین نه ویشتل کېدونکی یو نوی بېلسټیک توغندی ازمویلی دی.

XS
SM
MD
LG