لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان او نورو هېوادونو ته د پوليو خورولو په سر په پاکستان د سفري بندېزونو غځولو وړانديز شوی


د صحت نړیوالې ادارې وړانديز کړی چې په پاکستان دې د پوليو وايرس افغانستان، ايران او نورو هېوادونو ته انتقال کولو په سر د سفري بندېزونو موده نوره وغځول شي.

د صحت د نړيوالې ادارې (ډبليو اېچ او) سره تړاؤ لرونکې د روغتيا نړیوالو قوانينو کمېټۍ سپارښتنه کړې چې د پاکستان نه د پوليو وايرس نورو هېوادونو په ځانګړي ډول افغانستان او ايران ته انتقاليږي ځکه په پاکستان د سفري بندېزونو د مودې د نورو درېو میاشتو پورې غځولو وړانديز شوی دی.

يادې ادارې په پاکستان د سفري بندېزونو د درې نورو میاشتو دپاره د غځولو وړانديز په داسې حال کې کړی چې سږ کال په پاکستان کې تراوسه پورې د پوليو د پېښو شمېره ۷۲ ته رسېدلې ده.

د وي او ای د اردو څانګې د خبر ترمخه د ستمبر په مياشت کې د صحت د نړیوالې ادارې په مرکزي دفتر کې يوه بېړنۍ غونډه شوې او له هغې وروسته د وړانديزونو وړاندې کولو ويل شوي وو.

په دغو وړانديزونو کې ويل شوي وو چې په پاکستان کې د تېرې يوې مودې نه په هوايي اډو بهر هېوادونو ته تلونکو کسانو ته د پوليو ضد په څاڅکو ورکولو پوره عمل نه کيږي.

د صحت نړيوالې ادارې نه يواځې په پاکستان کې د پوليو د پېښو مخ په سېوا کېدو اندېښنه څرګنده کړې بلکې په نړۍ کې د پوليو په پېښو کې د سېوا والي علت يې پاکستان ګرځولی دی.

کمېټۍ د پوليو په اړوند د خېبرپښتونخوا صوبې حالات زیات اندېښمن ياد کړي او ويلي يې دي په دغه صوبه کې د مياندو پلارانو خپلو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي نه ورکول غټه ضربه ده.

پاکستان کې روان کال د پوليو تر ټولو زياتې پېښې په خېبرپښتونخوا صوبه کې مخې ته راغلي چې شمېره يې ۵۳ ده.

د رپوټ ترمخه کمېټۍ د افغانستان او پاکستان ترمنځه د تګ راتګ په وخت په ټولو لارو تلونکو راتلونکو ته د پوليو ضد څاڅکو ورکولو وړانديز کړی او روان عمل يې ستايلی دی.

دغه ډول ويل شوي په پاکستان کې د تېرو پينځه کلونو راهسې په هوايي اډو بهر هېوادونو ته تلونکو کسانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کېده خو د تېرې يوې مودې نه دا عمل په قلاره شوی دی.

وړانديز شوی هغه کسان چې په هوايي اډه ورته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کيږي هغو ته دې ورسره سند هم ورکول کيږي او که چا سره دغه سند نه وي هغه دې د سفر نه منع کړی شي.

XS
SM
MD
LG