لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلاول د وزيراعظم  عمران خان د القاعده تربيه کولوپه بيان سپيناوی غوښتی


د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري د بهرنيو چارو د وزارت نه سپيناوی غوښتی چې د وزیراعظم عمران خان د هغه بيان وضاحت دې وکړي چې پکې نوموړي ويلي ؤ د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې القاعده تربيه کړې ده.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان تېره مياشت ویلي ؤ د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې ايي اېس ايي په افغانستان کې د جګړې لپاره ترهګرې ډلې القاعدې ته روزنه ورکړې وه، خو د ستمبر ۱۱م د ترهګرۍ د پېښې ورسته پاکستان د دغه ډلو پر ضد خپله تګلاره چورلټه بدله کړه.

عمران خان دا خبره د امریکا د نیویارک ښار په څېړنیزه اداره سي اېف آر کې د هغې پوښتنې په ځواب کې کړې چې ایا د پاکستان پوځ یا حکومت په پاکستان کې د اسامه بن لادن د پاتې کیدلو په اړه کومې پلټنې کړي؟ عمران خان په ځواب کې ویلي پلټنې به شوې وي خو ده ته يې معلومات نشته.

عمران خان د دغې پوښتنې په ځواب کې وړاندې ویلي ؤ چې د القاعده په شمول نورې وسله والې ډلې د پاکستان استخباراتي ادارې ای ایس ای د روس پر ضد جنګېدو لپاره تربیه کړې وې.

د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري د بشري حقونو د قايمه کمېټۍ د غونډې وروسته مطبوعاتو سره په خبرو کې وويل، دوي په غونډه کې د نورو موضوعاتو سره د القاعده په تړاؤ د وزيراعظم په بيان بحث وکړو او سپيناوی وغوښتو.

هغه وويل بايد د بهرنيو چارو وزارت د القاعده په اړوند د وزیراعظم په بيان سپيناوی وکړي يا يې رد کړي ځکه چې دا د پاکستان د بهرنۍ پاليسۍ برخه نه ده.

د القاعده په اړوند د وزیراعظم په بيان بلاول وويل، په پاکستان ډېر تورونه لګېدلي او د پاکستان په تېر کردار په خپله په کور دننه په دې بحث شوی او په ځینو خبرو نيوکې هم شوي دي.

هغه زياته کړه په داسې وخت کې چې د امریکا صدر او د هند وزيراعظم په امريکا کې ويناګانې کړي او د هند وزيراعظم د ۹/۱۱ پېښه د ممبۍد پېښې سره وتړي.

او په بله ورځ وزيراعظم عمران خان بيان ورکوي چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې القاعده تربيه کړې ده، ځکه نو په دې سپيناوی پکار دی او که هغه تنقيد کوي نو باید په کور دننه دې وکړي بهر يې ونه کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG