لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په جلال اباد کې پر افغان پوځیانو چاودنه کې لس کسان وژل شوي


د ننګرهار ولایت په سرښار جلال اباد کې د افغان نویو پوځیانو په یوه موټر چاودنه کې لس تنه وژل شوي او ۲۷ نور ژوبل شوي دي.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي دي چې یاده چاودنه د ګل یا دوشنبې د ورځې په مازدیګر څلور نیمې بجې په دغه ښار کې د پوهنتون د روغتون شاته د سپینې ماڼۍ له هوټل سره نږدې شوې ده.

هغه وړاندې ویلي، په برید کې په چاودېدونکو توکو بار یو رکشا ډوله موټر افغان پوځ ته د نیول شویو نویو سرتیرو له کاسټر موټر سره جنګول شوی.

خبر زیاتوي اکثره وژل شوي او ټپي شوي کسان په ملي پوځ کې هغه نوي ګمارل شوي ځوانان وو چې کابل ته د زده کړې او روزنې لپاره استول کېدل.

ښاغلي خوګیاڼي وړاندې ویلي، په وژل شویو کسانو کې یو کوچنی ماشوم هم شامل دی او ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي.

تر اوسه پورې ددغه برید پړه کومې وسلوالې ډلې په غاړه نه ده اخیستې خو تر دې وړاندې په افغانستان کې د اکثرو داسې پېښو پړه وسلوالو طالبانو او داعشیانو په غاړه اخیستې.

XS
SM
MD
LG