لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان وایي طالبان اؤ امریکا دواړه سوله غواړي،باید مذاکرات پرمخ یوسي


دپاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي افغانستان کې امن یوازې دخبرو دلارې ټېنګیدای شي اؤ د اوږدې مودې ددې شخړې دپاره اوس پړاؤ په پړاؤ خبرو ته اړتیا ده.

چین ته له سفر وړاندې په اسلام اباد کې دامریکایي کانګریس غړو کرس وان هولین اؤ میګي حسن سره لیدنه کې عمران خان ویلي طالبان هم غواړي چې افغان کې باید امن اؤ سوله رامنځته شي اؤ امریکا هم دغه هیواد کې دامن اؤ سولې هیله منده ده ځکه نو اوس باید دسولې دعمل په وړاندې بوتللو دپاره دخبرو اترو لمن پرې نه ښودل شي.

پاکستاني میډيا وایي عمران خان په دغه لیدنه کې امریکایي قانون سازانو ته ویلي چې پاکستان دافغان شخړې په هواري کې وړاندې هم خپل غوره کردار ترسره کړی اؤ په راتلونکي کې به هم هر هغه کردار ترسره کړي چې له وسه یې وي.

تیره اوونۍ افغان سولې دپاره دامریکا استازي زلمي خلیلزاد اؤ په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر یو ۱۲کسیز پلاوي دملا عبدالغني برادر په مشرۍ داسلام اباد سفر کړی ؤ اؤ دلته یې دپاکستاني چارواکو سره افغانستان کې دسولې دمذاکراتو په بابله خبرې کړې وې.

رسنۍ دا دعوې هم کوي چې طالبانو په اسلام اباد کې د وزیراعظم عمران خان اؤ زلمی خلیلزاد سره هم لېدنې کړي خو د وزیراعظم عمران خان داطلاعاتو معاونې فردوس عاشق اعوان بیا دا راپورونه رد کړي اؤ ویلي یې دي چې دعمران خان اؤ طالبانو ترمنځ هیڅ لیدنه نه ده شوې.

تیرکال دحکومت ترلاسه کولو نه وروسته وزیراعظم عمران خان دعوه کړې وه چې دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ ترې غوښتنه کړې ده چې طالبان باید دسولې خبرو ته کښېنوي اؤ هغه ډاډ ورکړی ؤ چې پاکستان به دسولې په خبرو کې غوره کردار ترسره کوي.

وروسته بیا په قطر کې دطالبانو اؤ امریکایي استازي ترمنځ دخبرو اترو نهه پړاوونه ترسره شول اؤ دواړو خواؤ دعوې وکړې چې په دغو خبرو کې دسولې په یوه موافقه صلاح شوي دي چې کیدای شي ډير زر پرې طالبان اؤ امریکایي چارواکي لاسلیکونه وکړي.

خو تیره میاشت دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ وروسته له هغې طالبانو سره دسولې دخبرو ختمولو امر وکړو چې په کابل کې دطالبانو په یو ترهګریز برید کې دیو امریکایي عسکر په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول.

له دغه بریدوه وروسته ښاغلي ټرمپ ویلي وؤ د سولې مذاکرات اؤ د ترهګرۍ لړۍ په ځائ دوام نه شي کولی .

طالبانو ویلي هغوئ دمذاکراتو دلارې دافغان شخړې هواري ته اماده دي خو که امریکا ورسره جنګ کول غواړي نو بیا هغوئ هم توان لري چې تر اوږدې مودې امریکا سره په افغانستان کې وجنګیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG