لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دغزني پوهنتون کې چاودنې ۱۸محصلین ژوبل کړي


دافغانستان دغزني ولایت په پوهنتون کې دچاودنې له امله لږ تر لږه ۱۸محصلین ژوبل شوي چې د روغتیا د محکمې دچارواکو لخوا پکې د درېوؤ حالت مرګونی ښودل شوی دی.

دغزني دپولیسو ویاند خبریالانو ته ویلي دا چاودنه د سه شنبې په سحر ولایتي پوهنتون د دري ادبیاتو په پوهنځي کې په داسې مهال شوې چې دغلته یو شمیر محصلین په زده کړه بوخت وؤ.

هغه ویلي پېښه کې دهلکانو ترڅنګ ښځېنه محصلینې هم ژوبل شوي چې د علاج دپاره دغزني روغتون ته رسول شوي دي.

دغزن پوهنتون یو تن چارواکي عبدالبصیر رامکي خبریالانو ته منلې چې په چاودنه کې ۱۸محصلین ژوبل شوي چې د درېوؤ حالت پکې داندېښنې وړ دی.

تر اوسه ددې چاودنې پړه چا پغاړه نه ده اخستې .

غزني دافغانستان یو دهاغو ولایتونو څخه شمیرل کیږي چې طالبان پکې زیات نفوذ لري اؤ وخت په وخت په دغه ولایت کې طالبان دولتي ودانۍ اؤ امنیتي قواوې په نخښه کوي.

د روان کال د جولایي په میاشت کې هم په غزني دطالبانو یو برید کې ۱۲ کسان وژل شوي اؤ‌۱۸۰ نور ژوبل شوي وؤ چې زیاتره پکې د ښوونځي ماشومان وؤ.

طالبانو په هغه مهال له برید وروسته دعوه کړې وه چې امنتي عسکر یې په نخښه کړي خو د غزني د دولتي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد همت رسنیو ته ویلي وؤ چې روغتون ته وروړل شوؤ ټپيانو کې ۵۹ماشومان اؤ ۱۱ میرمنې هم شامل دي.

په غزني کې دپوهنتون دننه له دې تازه برید نه یوه ورځ وړاندې د ننګرهار ولایت په سرښار جلال اباد کې هم په یوه بمي چاودنه کې ۱۰کسان وژل شوي وؤ چې د چارواکو په وینا زیاتره پکې امنیتي سرتیري دي.

طالبانو وروسته له هغې دافغانستان بیلابیلو سیمو کې دخپلو بریدونو لړۍ چټک کړې چې تیره میاشت ورسره امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ د سولې دخبرو ختمولو اعلان وکړو.

صدر ټرمپ دا اعلان وروسته له هغې کړی ؤ چې دسولې دخبرو جریان کې کابل کې پرله پسې درنې بمي چاودنې وشوې چې دیو امریکایي عسکر په ګډون پکې ګڼ شمیر افغانان وژل شوي اؤ‌‌ ژوبل شوي وؤ

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG