لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عدالت: د پخواني پوځي امر جنرل مشرف پرضد د هېواد سره د غدارۍ مقدمه به د ۲۴ اکتوبر نه روزانه کيږي


د پاکستان د پخواني پوځي صدر جنرل پروېزمشرف پرضد د هېواد سره د غدارۍ د مقدمې په اورېدنه کې عدالت ويلي چې دا اورېدنه به د راتلونکې نېټې نه د روزانه په حساب کيږي.

د مشرف پرضد د غدارۍ د مقدمې اورېدنه کوونکي د درې کسيزه ججانو ډلې د بلې اورېدنې دپاره د اکتوبر شلمه نېټه ټاکلې ده.

د پېښور هايکورټ د مشر قاضي جسټس وقار احمد سېټهـ په مشرۍ د درې کسيزه قاضيانو ډلې په مقدمه کې ټولو فريقېنو ته ويلي چې په راتلونکې اورېدنه خپل ځواب جمع کړي.

د ځايي ميډيا ترمخه د پروېز مشرف خپل وکيل د ناروغۍ له امله نن عدالت ته دی حاضر شوی.

پروېز مشرف په خپله دا وخت د ملک نه بهر دی د هغه په اړوند څو څو ځله ملک ته بيرته د راتلو خبرونه مخې ته راغلي خو تراوسه بيرته نه دی ستون شوی.

مشرف په ۲۰۱۶م کال کې د ملا د علاج لپاره دوبۍ ته تللی او د هغې وروسته د عدالت په غوښتنه هم هغه پاکستان ته بيرته نه دی راغلی او وروسته عدالت هغه اشتهاري ګرځولی.

پروېز مشرف په کال ۲۰۰۷م کې د نومبر په درېمه نېټه د پاکستان ايين معطل کړی وو چې له کبله يې په هغه باندې په عدالت کې د غدارۍ مقدمه روانه ده.

قانون پوهان وايي د ايين د ماتولو جرم د هېواد سره غداري ده چې سزا يې پانسي يا د عمر قید کېدی شي.

په پخواني پوځي امر پروېز مشرف باندې د پخوانۍ وزيراعظمې بېنظير بټو په وژنه کې هم په کال ۲۰۰۷م کې فرد جرم لګول شوی چې پکې عدالت ته د نه وړاندې کېدو په سر پکې هغه اشتهاري ګرځول شوی ؤ.

په پروېز مشرف د بلوچستان د پخواني وزيراعلی نواب اکبر بګټي د وژنې په سر هم د بلوچستان په عدالتونو کې مقدمې چلېدلې چې پکې عدالت مشرف بري کړی وو خو د اکبربګټي کورنۍ د دغې فېصلې په ضد په عدالت کې اپېل کړی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG