لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړنه: په پاکستان کې هر کال څلوېښت زره ښځې د سینې له کېنسره مړه کېږي


اسلام اباد ــــ د نورې نړۍ غوندې په پاکستان کې هم د سینې د کېنسر د ناروغۍ په ضد په خلکو کې د پوهې خپرولو، د دې نخښو او درملنې په اړه د اکتوبر میاشت د کېنسر اګاهۍ د میاشتې په توګه لمانځل کېږي.

د پاکستان مشهورې انګرېزي ورځپاڼې ډان په هېواد او نوره نړۍ کې د دغې خپرېدونکې ناروغۍ په اړه اداریه لیکلې ده. ورځپاڼه لیکي چې له اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري وجو پرته په پاکستان کې اوس هم خلک په دې شرمېږي چې د خلکو په مخ کې د ښځو د سینې د کېنسر ذکر وکړي.

په خیبرپښتونخوا کې د طب ماهرین وایي د صحت په بنیادي اډانه کې د کېنسر یا سرطان ناروغۍ د معلومولو په برخه کې د کمزوریو او د اقتصادي او ټولنیزو بندیزونو له کبله د کېنسر رنځ په اخري وخت کې را ښکاره شي چې وایي بیا یې علاج ګران وي.

د کېنسر ناروغۍ ماهره ډاکټره نسیم وایي، په وخت د تشخیص نه کېدو له کبله دغه رنځ په ښځو کې مخ په زیاتېدو دی:

"یو خو په خلکو کې د کېنسر په اړه پوهه نه شته، بل رواج دا دی چې ښځې هسپتال ته یواځې نه شي تلای او که لاړې هم شي هلته مشینونه سم نه شته یا ماهر کسان نه شته او په شخصي هسپتالونو کې یې علاج دومره ګران دی چې خلک یې وس نه لري".

ډاکټره نسیم وایي که په وخت د کېنسر تشخیص وشي نو په لومړۍ مرحله کې یې سل فیصده درملنه ممکنه ده، خو په څلورمه مرحله کې یې علاج تر شل فیصده زیات ممکن نه دی.

ډان ورځپاڼه د روغتیا د نړیوالې ادارې (ډبلیو ایچ او) د شمېر له مخې وایي په نړیواله کچه هر کال دیارلس لکه اتیا زره 1380000 د سینې د کېنسر نوي کېسونه مخې ته راځي، چې وایي په دغو ناروغانو کې څلور لکه اته پینځوس زره 458000 مړه شي.

په پاکستان کې د پینک ربن په نوم د کېنسر د علاج روغتون څېړنې وایي په پاکستان کې هم ګڼ شمېر ښځې د سینې د کېنسر په ناروغۍ اخته دي او هر کال د سینې د کېنسر پینځه نیوي زره 95000 نوي کېسونه مخې ته راځي چې وایي له هغوی څخه څلوېښت زره 40000 ناروغان مړه کېږي.

ډان ورځپاڼه د پاکستان د طبي اتحادیې مېډیکل جنرل اېسوسي اېشن په حواله لیکي، پاکستان په سهېلي اېشیا کې یو داسې هېواد دی چې د سینې د سرطان تر ټولو زیات کېسونه پکې رپوټ شوي دي.

ډاکټر نسیم وایي تر څلوېښت کلنۍ وروسته د سینې د کېنسر خطرونه نور هم زیات شي ځکه نو دوی باید خپله معاینه وکړي:

"پکار دی چې دوی د کېنسر معاینه هېره نه کړي، خو حکومت ته هم پکار ده چې څنګه د شوګر ناروغۍ کلینکونه دي همداسې باید د سینې د کېنسر د معاینې لپاره هم باید کلینکونه جوړ کړي".

ډان ورځپاڼه وایي پر ځای د دې چې موږ په قامي کچه پر دغه ناروغۍ غلي پاتې شي، پکار دی چې تر خپل منځ ورباندې بحثونه وکړو او دغه ناروغي را ښکاره کړو چې په وخت یې درملنه ممکنه شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG