لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د القاعده ډلې د هندي برصغیر پاکستانی مشر په هلمند کې وژل شوی


واشنګټن ــــ افغان چارواکي دعوه کوي چې د هندي برصغیر (کوچنۍ وچې) لپاره د القاعده ډلې یو پاکستانی مشر تېره میاشت له خپلو نورو ملګرو سره د امریکا او افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې وژل شوی دی.

د افغانستان استخباراتي ادارې ملي امنیت پر ټویټر لیکلي، چې د عاصم عمر په نوم د القاعده ډلې دغه مشر په هلمند کې له خپلو شپږ نورو ملګرو سره وژل شوی چې وایي اکثره یې پاکستانیان دي.

افغان چارواکي وایي چې له القاعده ډلې سره تړاو لرونکي دغه کسان د افغان طالبان په یوه پناه ځای کې پټ وو، چې د سپټمبر پر 23مه د هلمند په موسی کلا سیمه کې د افغان او امریکايي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې و وژل شول.

د عاصم عمر د وژنې په اړه د امریکا د معتبرې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ رپوټ په دې سرلیک چاپ شوی، چې وایي "طالبان او القاعده اوس هم له یو بل نه جلا نه دي".

چارواکي وایي د القاعده په وژل شویو کسانو کې د ریحان په نوم تن هم شامل دی چې د عاصم عمر او ایمن الظواهري تر منځ یې پیغامونه وړل، خو واشنګټن پوسټ ورځپاڼه بیا دغه تن د طالبانو غړی ګڼي چې وایي په بم جوړولو کې یې مهارت درلود.

افغان طالبانو په قطر کې له امریکا سره د خپلو مذاکراتو په مهال دا خبره هم منلې وه چې دوی به په افغانستان کې القاعده او نورو وسلوالو ډلو ته ځای نه ورکوي، خو د دوی په کېمپ کې د عاصم عمر وژنه دا په ډاګه کوي چې طالبانو لا له القاعده ډلې سره خپلې اړیکې نه دي شلولې.

د افغانستان ملي امنیت وایي چې په دغو عملیاتو کې یې یو شمېر افغان طالبان هم وژلي او د طالبانو په ګډون یې د القاعده د دې ډلې ځینې کسان نیولي هم دي.

د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري د 2014م کال په سپټمبر کې په یوه اوږده ویډیویي وینا کې د هندي برصغیر د القاعده څانګې (القاعده ان دي انډین سب کانټینینټ) د بنسټ اعلان کړی وو او عاصمر عمر یې د دې څانګې لومړنی قومندان نومولی وو.

XS
SM
MD
LG