لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین ته د عمران خان سفر: د کشمیر او یوغور مسلمانانو په اړه بېل بېل دریځونه؟


واشنګټن ــــ امریکې په چین کې د یوغور مسلمانانو لږکیو د حقونو د سرغړونو د پېښو مخې ته له راتلو وروسته د چین 28 کمپنۍ په تور ليسټ کې اچولې دې.

چین د امرکا پر دغه ګام اعتراض وکړ. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جېنګ شوانګ یو خبري کنفرانس ته وویل چې د ټرمپ انتظاميې دا کار د چین په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده.

د امریکا له لوري په تور لیسټ کې اچول شویو 28 چینایي کمپنیو کې حکومتي او د ټیکنالوجۍ کمپنۍ شاملې دي، چې ځیني یې د څارګرۍ وسایلو په جوړولو کې ډیر نوم لري.

دا لومړی وار نه دی چې امریکا د چین سره په تجارت کې د هغوی پر کمپنیو بندیز لګوي، خو دا ځل یې توپیر دا دی چې د امریکا د تجارت څانګې ویلي دا بندیزونه په چین کې د یوغور مسلمانانو د ځپلو پر ضد یو ګام دی.

په یوه بیان کې د امریکا د سوداګرۍ سکرتر ولبر راس ویلي چې "په چین کې د لږکیو سره به ظالمانه چلند او ځپل ونه زغمي."

د چین د حکومت تر څنګ د چینایي شرکتونو مشرانو د امریکې دغه ګام په سختو ټکو غندلی دی.

د امریکا له لوري دغه بندیزونه په داسې وخت لګېدلي چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان د چین په سفر دی او هلته به د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره د کشمیر پر کشاله او په سیمه کې د پیدا شوي تاوتریخوالي پر سر خبرې اترې وکړي.

وزیراعظم عمران خان څو څو وارې پر نړیوالو غږ کړی چې د کشمیر په اړه دې له دوی سره مرسته وکړي.

انتقاد کوونکي وايي د چین او پاکستان پر پراخه اړیکو برسېره د پاکستان وزیراعظم عمران خان په چین کې د بشري ناورین او له یوغور مسلمانانو سره د روان ظلم په اړه پټه خوله پاته دی.

د امریکې یوې خپلواکې څارونکې ډلې د اګست میاشتې په راپور کې د پاکستان په ګډون په 16 هېوادونو کې محدودې مذهبي ازادۍ د اندېښنې وړ بللې دي.

د مذهبي ازادیو په محدودوونکو او بندیز لګوونکو هېوادونو کې چین تر ټولو بدترین او د اندېښنې وړ هېواد بلل شوی ځکه چې چین دا مهال یو نیم میلیون یوغور مسلمانان په زندانونو کې بندي کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG