لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان:چین کله هم دپاکستان دملي منافعو په ضد مونږ نه څه نه دي غوښتي


دپاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي چین مدام دپاکستان سره بې غرضه مرستې کړي اؤ کله یې هم دهیواد دملي منافعو په ضد د څه غوښتنه نه ده کړې.

په بیجنګ کې دچین صدر شي جن پنګ سره دلیدنې په مهال وزیراعظم عمران خان ویلي” پاکستان دسختو اقتصادي کړکیچونو څخه وتلی دی اؤ دې لړ کې چې چین مونږ سره کومې مالي مرستې کړي هغه به مونږ کله هم هیرې نه کړو”

دپاکستان د وزیراعظم دماڼۍ لخوا دخپرې شوې اعلامیې له مخې په دغه لیدنه کې دواړو مشرانو په دوه اړخیزه اړیکو،دسیمې په وضعیت اؤ د اړونده خوښیو په چارو خبرې اترې کړي دي.

وزیراعظم عمران خان ویلي چین اؤ پاکستان پیاوړې دوستانه اړېکې لري اؤ په بیلابیلو څانګو کې دیو بل سره مرسته ملکرتیا کوي چې دا لړۍ به نوره هم پیاوړې کیږي.

اعلامیه وایي په دې لیدنه کې وزیراعظم دچین د صدر مننه هم کړې چې د ملګرو ملتونو دعمومي اسمبلۍ په غونډه کې دخپلې وینا په مهال د کشمیر ستونزه هم یاده کړې ده.

بل لوري ته په بیجنګ کې خبریالانو ته دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې دچین صدر په یوه لنډ غیر رسمي سفر هند ته روان دی اؤ بیجنګ ته دپاکستان د وزیراعظم د سفر موخه دا هم وه چې هند ته دچین دصدر د سفر نه وړاندې هغه په اعتماد یا باور کې واخلي.

شاه محمود قریشي ویلي چې دکشمیر په ستونزه دچین پوزیشن ډير واضحه دی اؤ څنګه چې مونږ غوښتل چین هغسې کړي دي.

دبهرنیو چارو وزیر وویل” دچین صدر چې کله دهند د سفر څخه راوګرځي بیا به هم ورسره مونږ په تماس کې یو اؤ هغه به مونږ له هرڅه خبر ساتي”

دپاکستان وزیراعظم عمران دنهې په ورځ دخپلې یوې لوړ پوړې دولتي ډلې سره په داسې حال کې چین ته په سفر تللی چې په دې وروستیو کې د هند له لوري دجمو و کشمیر دنیم خپلواکه حیثیت ختمولو پسر دپاکستان اؤ هند اړېکې زیاتې تاؤژنې شوي.

دپاکستان په وزیراعظم عمران خان د هیواد مخالفې ډلې ټکونه کوي چې حکومت یې دکشمیر په ستونزه دنړیوالې رورولۍ مرستې ترلاسه کولو کې ناکام شوی دی .

خو عمران خان وایي چې هغه دکشمیر په ستونزه د هند رول په ټوله نړۍ کې بې نقابه کړی دی.

انتقاد کوونکي وايي د چین او پاکستان پر پراخه اړیکو برسېره د پاکستان وزیراعظم عمران خان په چین کې د بشري ناورین او له یوغور مسلمانانو سره د روان ظلم په اړه پټه خوله پاته دی.

امریکې په چین کې د یوغور مسلمانانو لږکیو د حقونو د سرغړونو د پېښو مخې ته له راتلو وروسته د چین 28 کمپنۍ په تور ليسټ کې اچولې دي اؤ ددې ترڅنګ یې دچین په حکومتي چارواکو دکمیونسټ ګوند په مشرانو د ویزې دبندیز اعلان کړی د.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG