لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سپېنې ماڼۍ دصدر ټرمپ مواخذه کې له هر رقم همکارۍ سکوټ انکار کړی


دامریکه سپینې ماڼۍ د صدر ډانلډ ټرمپ د مواخذې ګامونه غیر قانوني ګرځولي اؤ په دې لړ کې یې دهر رقم مرستې کولو څخه سکوټ انکار کړی.

دسپینې ماڼۍ وکیل دنهې په ورځ د ګانګریس اسپېکړې نیسني پلوسي ته یو لیک استولی چې پکې یې د صدرټرمپ په ضد دمواخذې ګامونه غیر قانوني بللي دي.

دسپینې ماڼۍ په لیک کې ویل شوي چې دامریکا په تاریخ کې د درېوؤ صدرانو په ضد دمواخذې اقدام کې د هاؤس رایې نظر کې نیول شوې وې اؤ د صدر ټرمپ په ضد هم دغسې ګامونو کې باید دتیر وخت روایت نظر کې ونیول شي.

دصدر ټرمپ په ضد دکانګریس داسپېکرې نیسني پلوسي لخوا د مواخذې اعلان د هغه ټيلي فوني خبرو مخې ته له راتلو وروسته شوی ؤ چې پکې صدر ټرمپ د یوکرین صدر ولادیمیر زیلنسکي ته اته کرته ویلي چې په۲۰۲۰م کال کې کیدونکو صدارتي ټاکنو ته د ډیموکریټک ګوند داحتمالي کاندید جوبائیډن اؤ دهغه د زوئ په ضد باید پلټنې وکړي .

رپورټونه وایي صدر ټرمپ دیو کرین صدر ته په دغو ټیلي فوني خبرو کې ویلي چې هغه باید معلومه کړي چې ایا په رېښتیا هم د جوبائیډن زوئ هنړ بائیډن ته دیوکرین د ګیس په یوه کمپنۍ کې په ستر معاش نوکړي ورکړل شوې ده؟

د کانګرېس لاندينۍ برخه يا هاؤس چې پکې د مخالفه ډيموکرېټ ګوند اکثريت دی د صدر ټرمپ په ضد يې د مواخذې تحقیقات په رسمي ډول پېل کړي او د هاؤس د استخباراتي کمېټۍ مشر اېډم شېف ويلي صدر ټرمپ چې د يوکرېن صدر سره په ټېلي فون کومې خبرې کړې وې دغه يې د امريکا ملي سلامتيا ته زيان رسولی.

خو صدر ټرمپ تیره اوونۍ خپلو سياسي مخاليفينو ته په وروستي غبرګون کې د بهرنيو هېوادونو مشرانو سره د خپلو ټيلي فوني خبرو څخه دفاع کړې او ويلي یې دي دا د هغه آييني ذمه واري ده چې په هیواد کې د بډو رشتونو مخه ونيسي.

اسپېکرې نینسي پلوسي ته په لیږل شوي لیک کې ویل شوي چې د صدر ټرمپ دمواخذې دپاره په ګواهانو جرحه کولو.دمخبرانو شهادت،شهادتو ته لاسرسي، اؤ دشهادت لیکلو نقلونو پورې دې ټولو معاملو کې دائین،قانون اؤ دماضي د روایاتو څخه سرغړونه شوې ده.

XS
SM
MD
LG