لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د سږ کال د کېمیا، فیزیکس او طب نوبل نړیوالې جایزې چا ګټلې دي؟


واشنګټن ــــ درو ساینس پوهانو په ګډه د 2019م کال د کېمیا نوبل نړیواله جایزه ګټلې ده. دغو درو ساینس پوهانو ته جایزه د آین- لیتیم بېټرۍ جوړولو لپاره د دوی د کار له وجې ورکړل شوې ده.

د شورو- چهارشنبې په ورځ د نوبل جایزې ورکوونکې کمېټۍ اعلان وکړ چې نهه لکه اتلس زره امریکایي ډالرو 918000 انعام به د امریکا سره تعلق لرونکي جان گوډنوح، د برتانیا سټېنلي ویټنگم او د جاپان اریکا یوشینو تر منځ وېشل کیږي.


د نوبل کمېټۍ په خپل یو بیان کې ویلي: "په 1991م کال کې لومړی ځل مارکیټ ته له راتلو وروسته د لیتیم آین بېټرۍ زمونږ په ژوند کې لوی بدلون راوستی دی".

کمېټۍ زیاته کړه چې دوی د تار- سیم نه بغیر او د سونگ توکیو نه پاکې ټولنې جوړولو بنسټ ایښی دی، چې د انسانانو لپاره تر ټولو لویه ګټه ده".


روانه اوونۍ د طب او فزیکس لپاره د نوبل جایزې هم ورکړل شوې دي. د ادب نوبل جایزه به د زیارت- پنجشنبې په ورځ او د جمعې په ورځ به د نوبل د سولې جایزه اعلانېږي.

2019م کال د فیزیکس نوبل جایزه گټونکي:

د نوبل د سږ کال د اېوارډونو ورکولو په لړ کې په فیزیکس برخه کې جایزه درو ساینس پوهانو ته- چې یو یې د کېنېډا او امریکا او دوه نور یې د سویټزرلېنډ شهریت لرونکي دي- ورکړل شو.

دغو دریو ساینس پوهانو د کایناتو د پراخېدو او په کایناتو کې د ځمکې د ځای په هکله پوهاوی زیات کړی دی.

د نوبل کمېټۍ د نهې- سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د نهو لکو اتلس زرو ډالرو اېوارډ نیمایي برخه به یې جېمز پیبلز او نور نیمایي انعام به مایکل مېئر او ډیډیر کوېلوز ته ورکړل شي.

دغو ساینس پوهانو په 1995م کال کې د لومړي ځل لپاره اعلان وکړ چې د شمسي منظومې نه بهر یې داسې یوه سیاره موندلې چې د لمر په شان د یو بل ستوري پر خوا و شا را څرخي.



2019م کال د طب نوبل جایزه گټونکي:

په 2019م کال کې د د فیزیالوجۍ یا د طب نوبل جایزه ولیم جې کیلین جونیر، سر پیټر جي راټکلیف او ګریګ ایل سیمینزا ته په گډه ورکړل شوی دی. دوی ته دغه جایزه په دې اړه په کار کولو ورکړل شوې ده، چې څنگه خلیې د اکسیجن شتون او د اکسیجن موجودیت سره موافقت جوړوي.


د طب نوبل جایزه گټونکي دوه ساینس پوهان ولیم جې کییلین جونېر او ګریګ ایل سیمینزا امریکا سره تعلق لري. سر پیټر جې راټکلیف برتانوي دی.

XS
SM
MD
LG