لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خیبرپښتونخوا کې پوځ ته اختیار ورکوونکی لانجمن قانون له نیوکو سره مخ دی


واشنګټن ــــ د پېښور هايي کورټ چيف جسټس وقار احمد سېټ د لانجمن قانون ايکشن اين ايډ اف سېول پاور د اورېدنې په ځنډولو غصه څرگنده کړې او ويلي يې دي چې هره ورځ د وفاقي حکومت په غوښتنو مقدمې ځنډول کيږي.

تاسو د عدالتونو سره څه ټوقې راخستې دي چې هره ورځ د مقدمو اورونې ځنډوئ؟ که په راروان تاريخ اټارني جنرل وي او کنه د مقدمې اورونه به کيږي. د مقدمې نوی تاريخ د اکتوبر 17م ټاکل شوی.

د مقدمې وکيل شبير حسين گگياڼي وي او اې ډيوه ته وويل دا قانون چې تېر حکومت پخوانۍ فاټا او پاټا ته غزولی وو اوس د صوبې گورنر د يو ارډېننس په ذريعه په 5م اگست په ټوله صوبه کې په ځای کړی دی.

ښاغلي گگياڼي وويل دغه لانجمن قانون يې په عدالت کې چېلنج کړی دی چې نن پکې اورونه وه خو دوی (حکومت) د تاريخ د بدلولو خواست کړی وو او په دې بنياد ومنل شو چې د ډپټي اټارني جنرل د استعفا اوازې دي او د هغه د نشتوالي په وجه يې مقدمه وځنډوله.

شبير حسين گگياڼي وويل عدالت ته يې دا دليل وړاندې کړ چې دا د صوبايي مسله ده او ده د صوبې قانون چېلنج کړی چې د اټارني جنرل يا ډپټي اټارني جنرل سره هيڅ تړاو نه لري.

ښاغلي گگياڼي زياته کړه چې عدالت ته يې دا هم وويل د صوبې ايډوکيټ جنرل شته او ورسره معاونين شته چې کولی شي د صوبايي حکومت نمايندگي وکړي خو عدالت د وفاق خواست په دې منظور کړ چې د ډپټي اټارني جنرل د نشتوالي له کبله تشه رامنځ ته شوې ده.

خو ښاغلی گگياڼی وايي عدالت دا وويل چې په راروانه ټاکل شوې نېټه به په هر حال کې د مقدمې اورونه کيږي.

قانون پوهان د لانجمن قانون په اړه وايي د سېول اختيار د ملاتړ په نوم قانون پوځ او استخباراتي ادارو ته بې ساري اختيارات ورکړي چې له امله يې په زرگونو خلک پورته کړل شوي، په انټرمېنټ سنټرو يا عارضي جېلونو کې ساتل شوي او د کلونو کلونو راهیسې نه عدالت ته وړاندې شوي او نه يې د مقدمو نوعيت معلوم دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG