لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د چین ولسمشر شې جنپېنګ هندوستان ته ځي


واشنګټن: د چین ولسمشر شي جنپېنګ هندوستان ته ځي تر څو د هندوستان له لومړي وزیر نریندرا مودي سره د اکټوبر د میاشتې په ۱۱ او ۱۲ مه نېټه یو غیر رسمي سرمشریزه وکړي.

د دواړه مشرانو ترمنځ لیدنه به د هندوستان جنوبي ښار چینايي ته نږدې وشي.

له دغې لیدنې سره به د هند او چین ترمنځ اړیکې چې د بیلابېلو مسلو له امله تاوجنې شوې بېرته ښې شي.

یو له دغو مسلو څخه په اګسټ کې د نوي ډلي لخوا د لانجمن کشمیر د ځانګړي قانوني حیثیت ختمول وو.

په چین کې په دې اړه لاریونونه وشول او چین چې د پاکستان له اوږد مهاله ملاتړو څخه دی له دې امله په هندوستان باندې په غوصه شوی دی.

هند او پاکستان دواړه د هومالیا سیمې دعوه لري او په همدې مسله یې په خپلو کې له دریو څخه دوه جګړې هم کړې دي.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت د شورو یا چهارشنبې په ورځ په دې اړه یو بیان کې ویلي:

"په چینايي کې راتلونکې غیر رسمي سرمشریزه به د دواړو رهبرانو لپاره داسې یوه موقع برابره کړي چې دوه ارخیزه، سمیزو او نړیوالو مسلو باندې خبرې وکړي او هند او چین ترمنځ د پراختیايي شراکت په اړه له یوه او بل سره خپل نظر شریک کړي."

هندوستان به کشمیر ته سیلانیان بېرته پرېږدي

د کشمیر ښکلې غرنۍ منظرې، د واورې پر سر د لوبو (سکي) ځایونه، طبعي جهیلونه، د مڼو باغونه او داسې نور ډېر څه دي چې د اوږدې مودې راهیسې یې د سیلانیانو پام ځان ته اړولی دی.

له سرمشریزې څخه دمخه په نوي ډلي کې د چین استازي سن ویډانګ هم خوشیبیني څرګنده کړې ده چې د ګاونډیو ترمنځ د توپیرونو شتون یو طبعي خبره ده.

"مهمه خبره دا ده چې له دغو توپیرونو سره سم چلند وشي او د خبرو او مشورو له لیارې حل وموندل شي."

تمه ده چین او هند به په خپلو کې د لانجمن سرحد او سوداګرۍ په اړه هم خبرې وکړي.

هند غواړي چې د چین په مارکیټ کې لا زیاته برخه ولري او چین هم په ورته توګه هیلې لري.

په ورته وخت کې په وروستیو کلونو کې امریکا او هند هم په سیمه کې د چین د زیاتېدونکي اغیز د مخنیوي لپاره په خپلو کې یو شمېر مهم سټراتېژیکې اړیکې جوړې کړې دي.

XS
SM
MD
LG