لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:القاعده سره د طالبانو له اړیکو انکار نشي کېدای


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي لقاعده سره د طالبانو له اړیکو انکار نشي کېدای او په افغانستان کې د دغې شبکې د رهبر او یو شمېر نورو لوړ پوړو غړو وژنه، په هیواد کې د القاعده شبکې فعالیتونه په ډاګه کوي.

دچهارشنبې په ماذیګر د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ دکابېنې جوړه شوې غونډه کې هلمند ولایت د امنیتي او دفاعي ځواکونو هغه وروستي عملیات ستائیل شوي چې پکې د هند لویې وچې لپاره د القاعده شبکې مشر او د دغې ډلې یو شمېر نور لوړ پوړي غړي وژل شوي.

تیره ورځ د افغانستان استخباراتي ادارې ملي امنیت پر ټویټر لیکلي وؤ د هندي برصغیر لپاره د القاعده ډلې یو پاکستانی مشر عاصم عمر په هلمند کې له خپلو شپږ نورو ملګرو سره وژل شوی چې په دغو وژل شوؤ کې زیاتره پاکستانیان دي.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې دکابېنې غونډې ته پخپله وینا کې ولسمشر اشرف غني ویلي فغان دولت هوډ لري د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز او پیاوړتیا ترڅنګ د دغه ډول پراخو عملیاتو په ترسره کولو سره د القاعده او نورو تروریستي ډلو د فعالیتونو مخه ونیسي او د دوی ځالې نابودې کړي.

دعاصم عمر له وژنې وروسته دامریکا وتلې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ هم پخپل یو یو راپور کې لیکلي وؤ چې "طالبان او القاعده اوس هم له یو بل نه جلا نه دي"

افغان طالبانو په قطر کې له امریکا سره د خپلو مذاکراتو په مهال دا خبره هم منلې وه چې دوی به په افغانستان کې القاعده او نورو وسلوالو ډلو ته ځای نه ورکوي، خو د دوی په کېمپ کې د عاصم عمر وژنه دا په ډاګه کوي چې طالبانو لا له القاعده ډلې سره خپلې اړیکې نه دي شلولې.

د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري د 2014م کال په سپټمبر کې په یوه اوږده ویډیویي وینا کې د هندي برصغیر د القاعده څانګې (القاعده ان دي انډین سب کانټینینټ) د بنسټ اعلان کړی وو او عاصمر عمر یې د دې څانګې لومړنی قومندان نومولی وو

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG