لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکشمیر په ویشونکې پوله دهندي عسکرو ډزو کې دپاکستان یو پوځي وژل شوی


دپاکستان پوځ وایي دکشمیر په ویشونکې پوله یا لائن اف کنټرول هندي عسکرو ډزې کړي چې پکې دپاکستان يو پوځي وژل شوی دوه میرمنې ژوبل شوي دي.

د زیارت په ورځ دپاکستان دپوځ ویاند پخپل یو بیان کې ویلي چې هندي عسکرو دکشمیر د ویشونکې پولې ترڅنګ په بروه اؤ چیري کوټ سیمو کې د اوربند څخه په سرغړونه ناتاره ډزې کړي چې له امله یې د نعمت الله په نوم يو پاکستانی پوځي وژل شوی اؤ دسیریا کلي دوه میرمنې پکې ژوبل شوي دي.

د پوځ ویاند ویلي دهندي عسکرو د ډزو ځواب کې پاکستاني پوځ هم ناتاره جوابي ډزې کړي چې پکې د هندي عسکرو امنیتي پوستې تباه کړل کړل اؤ هغوئ ته د ځاني زیان رسیدلو اطلاعات هم شته خو پوځی ویاند د ځاني زیان تفصیل نه دی ښودلی.

تیره میاشت هم په لائن اف کنټرول دهندي عسکرو ډزو کې پاکستاني پوځ د خپلو دوؤ عسکرو د وژل کیدو دعوه کړې وه.

په پینځم اګست دهند لخوا دخپل واک لاندې دکشمیر د نیم خپلواکه حیثیت ختمولو راپدیخوا دپاکستان اؤ هند اړېکې سختې تاؤژنې شوي اؤ مطبوعات دعوې کوي چې پاکستان هم خپل ګڼ شمیر ځواکونه دافغان پولې څخه لائن اف کنټرول ته لیږلي دي.

په ۲۰م اګسټ دپاکستان پوځ دعوه کړې وه چې په هندي عسکرو یې ځوابي ډزو کې دیو افسر په ګډون شپږ هندي سرتیري وژلي اؤ دهغوئ دوه خندقونه یې هم تباه کړي دي.

دکشمیر په شخړه تر دې وړاندې هم دپاکستان اؤ هند ترمنځ درې ستر جنګونه شوي اؤ دپاکستان وزیراعظم عمران خان اندېښنه ښودلې چې دا ځل د دواړو هیوادونو ترمنځ داټومي جګړې احتمال موجود دی.

وزیراعظم عمران خان اندوینه کړې چې پاکستان دپلوامه دپلمې په څیر دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې هم عملیات کول غواړي خو هغه وایي که هند داسې وکړل نو دسپیړې ځواب به یې په سوک ورکول کیږي.

دهند د پوځ مشر جنرل روات هم اوړمه ورځ دایشیاء نیوز انټرنیشنل یا ای این ایي سره یوه مرکه کې ويلي وؤ هندي پوځ دې ته تيار دی چې د پاکستان د ولقې لاندې کشمير هم آزاد او پخپله سيمه کې يې ورګډ کړي.

د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ وخت په وخت په دغه مسله کې د مينځ کړيتوب وړانديز کړی خو هند ويلي د کشمير مسله د دوي کورنۍ مسله ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG