لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بې ځایه شوو کډوالو په حال اندېښنه څرګنده کړې


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې د افغانستان په لویدیځ کې د طبعی پېښو له امله د بې ځایه شويو افغان کډوالو او په ځانګړې توګه په دې ګډوالو کې د ماشومانو حالت د اندیښنې وړ ګڼلی دی.

د افغانستان په هرات ولایت کې د بې ځایه شویو غېر رسمي د کډوالو په کېمپونو کې د ماشومانو د خوندیتوب په تړاو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې له هغو سره د جدي مرستو د ترسره کېدو غوښتنه کړې ده.

دې ادارې په خپله اعلامیه کې ویلي د بې ځایه شویو کډوالو په اووه کیمپونو کې کورنۍ د سر پناه نه لري او د سړې هوا په رسېدو سره د هغوی ستونزو ته د حل بیړنۍ لارې چارې ولټول شي.

د ملګرو ملتونو ادارې ويلي د کډوالو شمېر هم په ډاګه کړې او ویلي دي د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې د طبعي پېښو له امله ۴۵ زره کورنۍ په تېر او روان کال کې بې ځایه شوي دي.

په هرات ولایت کې له بې ځایه شویو کورنیو سره د سر د پناه او د ژمنیو مرستو په ترسره کېدو ټینګار په داسې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستې ادارې لخوا شوی چې دا کډوال په اووه هغو کیمپونو کې ژوند کوي چې راجسټر شوي نه دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG