لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر ټرمپ:داعش ته مو بشپړه ماتې ورکړې ده


دامریکې صدر ډانلډ ټرمپ وایي مونږ داعش ته په بشپړ ډول ماتې ورکړې ده اؤ اوس ترکي دتیرو دوؤ پيړیو راهسې خپلو کې جنګ اخته کردانو باندې بریدونه کوي.

په شام دترکي دبریدونو په اړوند پخپله ټوئټر پاڼه صدر ډانلډ‌ ټرمپ لیکلي “مونږ داعش ته بشپړه ماتې ورکړې،خپل کار مو په سمه توګه کړی،اوس شام کې دترکي دنفوذ لاندې سیمه کې فوځ نشته اؤ ترکي په ګرانو بریدونه کوي”

صدر ټرمپ لیکلي د شام په اړه مونږ درې لارې لرو، وړومبۍ دا چې دغلته باید په زرګونو ځواکونه ولیږلو اؤ تندلاریتوب ته ماتې ورکړو،دویمه دا چې ترکي باندې سخت مالي بندیزونه ولګولو اؤ دریمه لاره داده چې د ترکي اؤ کردانو ترمنځ جوړ جاړی وکړو.

په دې وروستیو کې دامریکایي صدر ډانلډ ټرمپ لخوا سیمې څخه دخپلو ځواکونو د ویستلو دپرېکړې نه سمدستي وروسته ترکي د شام په شمال ختیزه سیمه کې دکردانو په ضد عملیات پیل کړي اؤ دپولې سره پیوست سیمه راس العین کې یې هوایي بریدونه کړي دي،

دترکي صدر ددې عملیاتو په اړوند ویلي چې دعملیاتو مقصد دترکي په جنوبي پوله کې دترهګرو د اوښتو لارې له منځه وړل دي .

د سوریې په شمال ختیز کې د ترکیې لخوا د پوځي عملیاتو له پېلېدو سره سم بشري اندېښنې په زیاتېدو دي ځکه د جګړې له وېرې ملګي وګړي په ټرکونو، ټرکټورونو او موټر سایکلو باندې د تېښتې په حال کې دي.

سیمیزو او نړیوالو مرستندویه ادارو وېره څرګنده کړې ده چې په لکونو خلک د ترکیې لخوا د هوايي او ځمکنیو بریدونو له ګواښ سره مخ دي.

ترکیې دغه پوځي عملیات ددې لپاره پیل کړي دي چې امریکا پلوي کردي ځواکونه له سرحدي سیمو څخه په شا کړي.

XS
SM
MD
LG