لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

غیرقانوني فعالیتونو کې په لاس لرنه دپاکستان درې پوځي افسران له نوکریو ویستل شوي


دپاکستان پوځ خپلو درېوؤ لوړ رتبه افسرانو (میجرانو) ته غیرقانوني فعالیتونو کې په لاس لرنه اؤ د خپلو واکونو څخه په تجاوز ورکولو سزاګانې ورکړي دي.

دپوځ مطبوعاتي څانګې دجمعې په ورځ پخپل یو بیان کې ویلي چې په سزاوار شوؤ پوځي افسرانو لګول شوي تورونه رښتیا ثابت شوي وؤ چې له دې امله درېواړه میجران د نوکرۍ نه ویستل شوي اؤ دوؤ ته د دوه،دوه کاله بند سزا هم ورکړل شوې ده.

خو پوځ پخپل بیان کې نه خو ددې پوځي افسرانو پیژنګلو په ډاګه کړې ده اؤ نه یې دهغوئ دجرمونو جذئیات ښودلي دي.

دپوځ بیان کې یوازې دومره ویل شوي چې دوئ باندې دخپل واک څخه د تجاوز اؤ غیرقانوني فعالیتونو کې دککړتیا تورونه لګیدلي وؤ.

په دې وروستیو کې دپاکستان دپوځ په یو شمیر افسرانو اؤ عسکرو دخیبر پښتونخوا قبائیلي ضلعو کې دخلکو دناحقه وژنو، ځورونو د خلکو کورونو ته د ور اوښتو،د زمکو اؤ نورو کاروبارونو کې دلاس لرنې اؤ نور د سنګین نوعیت تورونه مخې ته راغلي خو دپاکستان پوځ تل دریځ خپل کړی چې پوځ یوه مسلکي اداره ده چې دسزا اؤ جزا عمل پکې پرله پسې دوامداره دی.

د روان کال پیل کې دپاکستان سترې محکمې دپوځ داستوګنې د پروژو د ادارې دډيفنس هاوسنګ اتهارټۍ( ډي ايچ اى) او ايډن هاوس سوسايټۍ ترمينځ ټول تړونونه باطل ګرځولي وؤ او ويلي يې وؤ داسې ښکاري چې (ډي ايچ اى) خپل کاروبار ته ددوام ورکولو دپاره دکونډو او شهيدانو نومونو نه د ډهال په توګه استفاده کوي.

XS
SM
MD
LG