لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نوازشریف دغبن په یوه بله دوسیه کې د زندان څخه نیول شوی


دغبن په قضیه کې د وړاندې څخه په زندان کې پروت دپاکستان پخوانی وزیراعظم نوازشریف دهیواد داحتساب ملي ادارې نیب دجمعې په ورځ یو ځل بیا دلاهور دکوټ لکپت زندان څخه نیولی اؤ داحتساب محکمې ته یې وړاندې کړی دی.

په نوازشریف تور دی چې هغه ، دهغه دوه وروڼه شهباز شریف،عباس شریف، لور یې مریم نواز اؤ دکورنۍ نور غړي یې دچوهدري په نوم دچینو یو مل کې برخه وال دي اؤ له دغه میله یې په اربونو روپۍ په ناقانونه توګه له هیواده بهر ویستلي دي.

دنوازشریف څخه دمخه دهغه لور مریم نواز اؤ اؤ وراره یوسف عباس هم نیب په دې دوسیه کې نیولي دي.

نیب د زیارت په ورځ دچوهدري شوګر ملز په دوسیه کې د نوازشریف د نیولو پروانه هم جاري کړې وه چې دهغې په اساس نن د جمعې په سحر نوازشریف د لاهور دکوټ لکپت زندان څخه نیول شوی اؤ په لاهور کې د چوهدري امیر محمد خان داحتساب عدالت ته وړاندې کړل شوی دی.

پخوانی وزیراعظم نوازشریف دمخه هم د العزیزیه اسټیل ملز په نوم د غبن یوه دوسیه کې داحتساب عدالت له لوري دبند په اووه کلنه سزا محکوم کړل شوی چې دا مهال نوموړی دخپلې سزا پوره کولو داشپې ورځې دکوټ لګپت په زندان کې تیروي.

خو دنوازشریف وکیلان اؤ دکورنۍ غړي وایي ښاغلي شریف دیوې پیسې غبن هم نه دی کړی اؤ حکومت د نیب په ذریعه د نوازشریف اؤ دهغه دکورنۍ څخه سیاسي انتقام اخلي.

نوازشریف د وړاندې څخه دخپلې سزا په ضد په اسلام اباد هائیکورټ کې عریضه کړې اؤ ویلي یې دي چې هغه ته د احتساب عدالت جج” د نورو” په فشار سزا اورولې ده

پاکستاني میډیا وایي نن چې کله پخوانی وزیراعظم داحتساب محکمې ته وړاندې کولی شو نو سخت امنیتي تدابیر نیول شوی وؤ اؤ ځائ پځائ دپولیسو پهرې ودرول شوې وې .

محکمې ته د نوازشریف د وړاندې کولو په مهال دهغه دګوند په زرګونو فعالین هم دمحکمې مخې ته ورټول شوي وؤ اؤ د نوازشریف په پلوۍ یې شعارونه ورکول.

XS
SM
MD
LG