لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: ځايي خلک په علاقه کې د روانو وژنو په سر د پي ټي اېم د مشرانوسره جرګه کول غواړي


په شمالي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) او د مدنې ټولنې سره ځايي خلکو په ۱۸م اکتوبر جرګه اعلان کړې چې په دې وغږيږي چې په علاقه کې د امنيتي سرتېرو د لاسه د خلکو وژنې ولې روانې دي؟.

دا اعلان په داسې وخت کې شوی چې پرون د زيارت، پنجشنبې په ورځ د خېسور په علاقه کې يوه پېښه رامنځته شوې او ځايي خلک تور لګوي چې د پوځ په ډزو کې د علاقې يو بې ګناه تن (کبير خان) وژل شوی دی.

پي ټي اېم او ځايي خلکو د کبيرخان جنازه د احتجاج په توګه ميرعلي چوک ته راوړلې وه او د دغه وژنې د مقدمې درج کولو او پلټنو غوښتنه يې کوله.

پوځ په خپله دغه پېښې ته کوم ځواب نه دی ویلی.

خو د ميرعلي پوليس تاڼې مشر دوست ايوب د کبير خان د وژنې د پېښې پخلی کړی دی.

هغه وي او ای ډيوه ته د پېښې په اړوند ويلي چې د پېښې مقدمه (اېف ايي ار) تراوسه نه دی درج شوی خو په روزنامچه رپوټ کې ليکل شوي چې کبير خان د پوځ يا امنيتي سرتېرو په ډزو کې وژل شوی دی.

پوليس افسر وويل په علاقه کې د پوځ نښته روانه وه او په دغه مهال کبیر خان هم هلته ؤ او دوی ته ويل شوي چې کبير خان پوځ ته ویلي چې هغه ترهګر نه دی او په لاسونو کې يې ورته زرکان ښکاره کړي خو بيا نه ده مالومه چې هغه څنګه وژل شوی دی؟.

هغه وويل دوی د پېښې نور پلټنې کوي.

په ميرعلي کې احتجاج وروسته له هغې ختم شوی ؤ چې انتظامیې خلکو د پېښې د پلټنو باور ورکړی ؤ.

د پي ټي اېم د شمالي وزیرستان مخکښ مشر عادل داوړ وايي دوي احتجاج وروسته د انتظاميې د باور وځنډولو خو په ۱۸ م اکتوبر به دوی د ميران شاه په ايي پي مېدان کې جرګه کوي او د راتلونګې تګلاره به جوړوي چې په علاقه کې خلک ولې وژل کیږي.

هغه تور ولګوؤ چې په سيمه کې دا پينځمه پېښه ده چې د امنيتي سرتېرو په ډزو کې ځايي عام خلک وژل کیږي.

په شمالي وزيرستان کې په ۱۴م ستمبر يوه پېښه رامنځته شوې چې پکې يو پوځي سرتېری او دوه ځايي کسان وژل شوي وو.

د پاکستان پوځ ويلي ؤ دا پېښه د افغانستان سره پولې ته نزدې رامنځته شوې او وسله والو په پوځ ډزې کړي او بيا په ځوابي عملياتو کې دوه وسله وال وژل شوي وو.

خو ځايي خلکو د پوځ دغه ادعا رد کړې او ويلي ؤ د امنیتي سرتېرو په ډزو کې دوه ځايي وروڼه وژل شوي چې عام کسان وو.

درې ورځې وړاندې په شمالي وزيرستان کې د اتمانزو قامي جرګې هم غوښتي وو چې دغه دواړو وروڼه دې بې ګناه وګرځول شي او دوي ته دې د شهيدانو پېکج (مالي مرستې) ورکړی شي.

په پرونۍ رامنځه شوې پېښه په ټولنيزو رسنيو هم داسې پوښتنې راولاړې شوي چې د پېښې پلټنې دې وشي او حقيقت دې په ډاګه کړی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG